1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د جنگي ماموريت پای اعلان سو

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه

په افغانستان میشتو امریکایي او ناټو ځواکونو د دوشنبې په ورځ په رسمې توگه خپل جنگی ماموریت پای ته ورساوه. تر دې وروسته به ناټو خپل نوی ماموریت چې «بشپړ ملاتړ» نومیږي پیل کړي او په ترڅ کې به یې افغان امنیتي ځواکونه وروزي.

https://p.dw.com/p/1E0fk
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele

په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پر امریکا متحدو ایالاتو باندي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمي نیټې تر بریدونو وروسته پیل شو. کله چې امریکا متحد ایالات او متحدانو ئې پر افغانستان يرغل وکړ، د طالبانو رژیم ړنگ او پر ځای یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، حکومت رامنځ ته شو.

د ناټو ځواکونو په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د طالبانو پر ضد جگړې ته دوام ورکړی دی. هغوی په عین حال کې د افغان امنیتي ځواک د روزني او تجهیز چارې هم پر مخ بیولې دي.

خو د شوي موافقې له مخې په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت اوس پای ته ورسید او تر دې وروسته به بهرني ځواکونه یوازي د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته پر مشوورو ورکولو بوخت وي.

په دې ترڅ کې د ناټو قوماندې په افغانستان کې د دوشنبې په ورځ خپل بیرغ راکښته کړ او په دې ترتیب سره یې د خپل پوځي ماموریت پای اعلان کړ.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جان ایف کمپ بیل، وویل چې د نوي ماموریت هدف د افغان امنيتي ځواک روزنه ده.

هغه روښانه کړه چې د راتلونکې مېلادي کال (۲۰۱۵م) له جنوري میاشت څخه به په افغانستان کې د ناټو ۱۳۰۰۰ عسکر میشت وي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر ۱۴۰۰۰۰ وو.

په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت په داسې حال کې پای ته رسیږي چې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

که څه هم د راتلونکي کال له پیل څخه به د ناټو ځواکونه یوازي د افغان ځواکونو په روزنه بوخت وي، خو تر دې مخکې ولسمشر بارک اوباما، داسې یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکایي ځواکونو ته تر ۲۰۱۵ کال وروسته هم په جنگي ماموریتونو کې د برخه اخیستلو اجازه ورکړل شوې ده.