1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د تنکي ځوانانو رانيول او خرڅول

۱۳۸۷ تیر ۱۷, دوشنبه

دا خبره په افغانستان کي پټه نه ده پاته، بياهم زور خپل کار کوي او بشري حقونه د زورمندانو لخوا تر پښو لاندي کيږي. دلته حکومت يا ورسره شريک دی يا خوله پر پټوي

https://p.dw.com/p/EXeH
په افغانستان کي تنکي ځوانان د اقتصادي ستونزو له کبله زورواکانو ښکار دي
په افغانستان کي تنکي ځوانان د اقتصادي ستونزو له کبله زورواکانو ښکار ديانځور: dpa

په افغانستان کي د تنکيو ځوانانو خرڅول ، رانيول او له دوی څخه جنسي استفاده

څه موده مخکي د يوه بهرني افغاني تلويزيون څخه د يوه لوېديځ آژانس د خولي خبر خپور سو. ټلويزيون وويل چي دغه آژانس سر بيره پر دې چي هلکان رخسول کيږي، پدې هکله هم ليکلي وه چي، په افغانستان کي له تنکيو ځوانانو څخه جنسي استفاده هم کيږي.

په لوېديځه نړۍ کي دا خبره چي دوه هم جنسه سره يوځای ژوند وکړي او جنسي اړيکي سره ولري، څه نا څه عادي سوې ده که څه هم چي زاړه نسل ته دا چندان دمنلو وړ نه ده او ځيني ځوانان يي هم په يا دولو شرميږي، خو په ځينو هيوادونو لکه هالنډ او کاناډا او د امريکا د متحده ايالتو په ځينو برخو کي د دوو هم جنسو واده منل شوی حق دی او دوی کولای سي چي په قانوني توګه واده سره وکړي.

په اروپا کي هم جنس بازان
په اروپا کي هم جنس بازانانځور: picture-alliance/dpa

په لوېديځه نړۍ کي دا خبره د حقوقي لحاظه څيړل سوي ده او دوی ته ددې اجازه ورکړل سوې ده. دا خبره په افغانستان کي څه ډول ده ولي يو لويديځ آژانس دا ډول خبر خپروي پداسي حال کي چي په لويديځه نړۍ کي دا يو عادي امر او قانوني سمښت دی؟

د آريانا افغانستان د تلويزيون له خولې ددې آژانس ادعا داوه چي دغه تنکي ځوانان د پيسو په خاطر دا کار کوي، او هغه بډايان چي دغه سوداګري کوي خپله ودونه او اولادونه هم لري. او بيا پدغو تنکيو ځوانانو سوداګري هم کوي او شرطونه وهي چي د چا تنکی ځوان ښه ايشله کوي او د چا دا ښايسته دی.

دا عمل چي د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، دا پوښتنه رامنځته کوي چي آيا په افغانستان کي حکومت او تقنينيه ادارې ددې پر ضد يو څه کوي او که نه؟

د افغانستان د پارلمان د مخدره موادو او اخلاقي فساد په وړاندي د مبارزې د کمېسيون غړی نجيب الله کابلي په تيليفوني خبرو کي پدې اړه وويل: زه دخلګو او هغه خبر چي تاسي اوريدلي دي تاييدوم. د افغانستان په څو ولايتونو کي د تنکي ځوانانو د اقتصادي کمزورۍ څخه په استفادې سره په پيسو رخسول کيږي او زنګونه يې په پښو ور تړل کيږي. هغه شيان چي کلونه دمخه په افغانستان کي رواج وه اوس بياپه ډيره خرابه بڼه لا زيات سوي دي.

د افغانستان د اولسي جرګې غړي
د افغانستان د اولسي جرګې غړيانځور: AP

موږ په تاسف سره په داډول قضيوکي پاته راغلي يو چي زه ځني خواشينی يم.

کابلي ددې پوښتني په جواب کي چي په قانون کي په دې اړه څه ويل سوي او سرغړوونکي ته څه سزا ورکول کيږي، وويل: موږ په قانون کي لرو چي بايد د کوچنيانو څخه دا ډول استفاده ونسي خو ستونزه داده چي، دلته قانون نه تطبيقيږي.

هغه کسان چي پدې کارونو لاس پوري کوي، قوماندانان دي، پوځي او غيري پوځي مسؤلين دي، توپکسالاران دي. هغه کسان داسي کارونه کوي چي قدرت لري، هغه چي قدرت نه لري دا کارونه نه کوي. دا کسان په يو ډول له نه په يوډول له حکومت سره شريک دي.

د نجيب کابلي د خبرو څخه څرګنديږي چي دا خبره په افغانستان کي پټه نه ده پاته، بياهم زور خپل کار کوي او بشري حقونه د زورمندانو لخوا تر پښو لاندي کيږي. دلته حکومت يا ورسره شريک دی يا خوله پر پټوي.