په افغانستان کي د تلفاتو شمېر دوه برابره سوي.
۱۳۸۶ آذر ۶, سهشنبهاعلان
د آلمان د DPA خبري آژانس د راپور د مخه د نومبر تر مياشتي پوري په روان کال کي د انساني تلفاتو شمېر په افغانستان کي 6000 ته رسېدلی، چي د تيرکال په پرتله په دې شمېرکي په سلوکي 50 ډيروالی راغلی دی.
خبرزياتوي چي سښ کال په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو تلفات هم د تيرو کلونو په پرتله ډيرسوي دي، چي سښ کال شاوخوا 200 بهرني عسکرتلف سوي دي. د کارپوهانو په نظر داسي ګومان کيږي چي په راتلونکي کال کي به هم د افغانستان په حالاتوکي کوم مثبت بدلون رانسي.