1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ترهګرو په ليکو کي يو المانی تبعه نيول سوی

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

په دې وروستيو کي ځيني اروپايي اتباع د طالبانو او القاعدي په ليکو کي ليدل سوي چي ډيري انديښنې يي راپيدا کړي. د ناټو ځواکونه وايي چي په افغانسان کي يې يو جرمني تبعه د ترهکرو فعاليتونو په تور نيولی دی.

https://p.dw.com/p/11MjJ
د ناټو نښان
د ناټو نښانانځور: AP / DW-Fotomontage

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو لخوا په يوه خپره سوي خبر پاڼي کي راغلي چي ، دغو ځواکونو يو په خټه مراکويي جرمنی تبعه د تروريستانو سره د همکارۍ په تور نيولی دی.

دغه خبرپاڼه چي نن خپره سوې، پکښي راغلي چي، د افغانستان په جنوبي ولايت، زابل کي د رواني مياشتي پر اتمه نيټه دغه کس د افغان او نړيوالو ځواکونو د کډو عملياتو په ترځ کي نيول سوی دی. نيول سوی کس د ترهګرو فعاليتونو د همږغه کونکي په توګه پيژندل سوی دی.

په خبرپاڼه کي راغلي:« دغه کس تر نيولو وروسته ناټو ته د جرمني څخه د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي. په معلوماتو کي راغلي چي، ده د نورو بهرنيانو سره چي په پاکستان کي دي او غوښتل يي په افغانستان کي د افغانانو او بهرنيو په وړاندي بريدونه تر سره کړي همکارۍ کولې.»

د افغانستان د دفاع وزارت د رواني مياشتي په لومړيو کي ويلي ول ، چي د تروريزم سره د اړيکو په تور يي يو فرانسوی وګړی نيولی خو د ناټو لخوا په خپره سوي خبر پاڼه کي راغلي ، چي دوی د هغو کسانو څخه چي د يو لړ عملياتو په ترځ کي وژل سوي ول فرانسوي، پاکستاني او د سعودي عربستان پاسپورتونه ترلاسه کړي.

د ناټو لخوا نيول سوی مراکويي ، ايران ته هم سفر کړی ؤ ، چيري چي د ده څخه غوښتل سوي ؤ چي ځانمرګي بريد ترسره کړي. خو ده بيا د دې له پاره چي غوښتل يې په نړيوال جهاد کي برخه واخلي د دغه خبري څخه انکار کړی ؤ.

د ناټو لخوا په خپره سوي خبر پاڼه کي راغلي چي د نيول سوي کس څخه ترلاسه سوي معلومات کيدای سي ، چي د نورو هغو ترهګرو په نيولو کي مرسته وکړي ، چي د بهرنيو هيوادونو څخه افغانستان ته د ترهګرو بريدونو د ترسره کولو له پاره راځي.

وروسته له هغه چي په افغانستان او پاکستان کي د القاعدي او طالبانو په ليکو کي يو شمېر بهرني اتناع ليدل سوي په ډيرو اروپايي هيوادونو کي يې انديښني رامنځ ته کړي.

د رواني مياشتي په لومړيو کي د افغانستان د دفاع وزير، عبدالرحيم وردک، ويلي ؤ چي هغه کس چي په تيره مياشت کي يې کوښښ وکړی ترڅو دی له منځه يوسي، شپږ کاله يې په لندن کي ژوند کړی ؤ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ احمد ولي اڅکزي