په افغانستان کي د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون د شرقي زون مسوله، پلوشي شهيد کاکړ سره مرکه
۱۳۸۵ مهر ۴, سهشنبهتاسي چې پخوا د هرات په ولايت کي د ښځو د برخي مسوله وئ او په اوس وخت کي د ننگر هار په ولایت کی د څلورو ولایتونو مسوليت په غاړه لرئ که د پر تلني له مخی د هرات او ننگر هار د ښځو د ژوند د حالاتو په هکله راته يو څه څرگند کړئ ؟
ستاسي نه په منني سره او ستاسي له کارکونکو نه، ځکه تاسي تل زموږ سره د افغانستان د مظلوم ولس په اواز پورته کوني کي مرسته کړي. زه اوس نه يوازي د ښځو د برخي مسوليت په غاړه لرم بلکی د څلورو ولایتونو مسوليت می پر غاړه دې. دلته د ننگرهار په ولايت کي حالات نور هم ستونځمن دي. که د هرات په ولايت کي ښځو ځانونه سوزول ځکه هلته هغوي اوس د خپلو حقوقو نه يو څه پوه شوي دي. نو د لته بيا په بل ډول د ښځو په ژوند کي تاو تريخوالې را څرگند دې. دلته د نجونو په بدو کي ورکول زيات دي،يا د نجونو په سر ولور اخستل ډير دود دې دا داسي دې لکه د نجونو خرڅول. چې د ښځو ژوند يې له هر پلوه تر اغيز لاندي راوستلې.او دوئ له هرلوري له زور زياتي سره مخ دي. د دوئ په ژوند کي تل د غمونو ماښام دې او د خوښئ رڼای په کی ډيره کمه ده.
تاسي دلته د نجونو روزنيزه او تعليمي وضع څرنگه ارزوئ او د ښځو ونډه په ټولينیزو چاروکي څومره ده! ؟
دلته ستره ستونځه داده چې خلک له تعليم او روزنيزو چارو سره دومره علاقه نه لري.ښوونځي ته تگ شرم يا عار گڼل کيږي او دا يو څرگند حقيقت دې چې د اسلام په دين کی د علم زده کړه په نارينه او ښځي يو ډول لازمي ده.
خو موږ د دي له پاره خاص تدابير لرو. ښځو ته د کورسونو په ورکولو او له دوئ سره زموږ کارکونکو له لاري مفاهمي او خبرو کولو او دوئ ته د سمينارونو په ورکولو له ډول ډول هڅو سره موږ زيار باسو چې د ننگرهار ښځي او نجوني په خپلي ټولني کی ونډي اخستني ته وهڅوو.