1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بشري حقونو په هکله نوي بربنډونه

۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

ملگرو ملتونو په افغانستان کي د بشري حقونو تر پښو لاندي کېدنې په هکله يو راپور پټ ساتلو ؤ. دا خبر د Le Temps نومي د سويس يوې ورځپاڼي ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/PSvo
د بشری حقونو د تيريو ډيری قربانیان ښځي دی
د بشری حقونو د تيريو ډيری قربانیان ښځي دیانځور: dpa

ورځپاڼې ته يو داسي راپور رسېدلي دي چي درې سوه پاڼې لري او د ملگرو ملتونو لخوا د يو کال څېړنو وروسته په 2004 م ميلادي کال کي جوړ کړل سوي ؤ.

د ورځپاڼې په وينا د ملگرو ملتونو لخوا د پټ ساتل سوي پدغه راپور کي د 1978 م کال او د 2001 ميلادي کال تر منځ په افغانستان کي د شورويانو، اسلامپالو ، امريکايي ځواکونو لخوا تر سره سوي د بشر د حقونو د تيريو جزييات بربنډ سوي دي.

دغه راپور چي بايد د ملگرو ملتونو لخوا د 2005م ميلادي کال په جنورۍ مياشته کي خپور کړل سوي واي د سياسي ملاحظاتو له امله د هغه له خپرولو څخه ډه ډه سوي ده.

د پاڼي په وينا په راپور کي پر شورويانو، کمونستي مشرانو، اسلامپاله وسله والو او حتي پر امريکايي ځواکونو باندي تورلګول سوی چي په يو لړ « بشري ضد اعمالو کي يي برخه اخيستي ده». سويسي ورځپاني په دي اړه د « ربړولو، پرته له محکمي وژنې، جنسي تيريو او د ماشومانو څخه د عسکرو په توګه کار اخيستلو» او داسي نور بشري ضد اعمالو ته اشاره کړی ده.

د دغه راپور د دريوو ليکونکو څخه يو هم امريکايي Barnett Robin دي. هغه وويل : « د افغانستان د ولس مشر حامد کرزي د غوښتني پر اساس ملگرو ملتونو بايد د دغه راپور د نه خپرولو تصميم نيولاي واي، ځکه چي په راپور کي د داسي کسانو نومان راغلي وه چي د افغانستان د اوسني حکومت غړي دي.

فرانس پرس/ احمد ولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم