1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ايساف نوی وياند وټاکل سو

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه

د يوې الماني ورځپاني د رپوت له مخي په افغانستان کي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک ايساف نوی وياند، د دريم ځل له پاره يو الماني پوځي وټاکل شو.

https://p.dw.com/p/15KVC
انځور: picture-alliance/dpa

د «ولت» نومي ورځپاني په يوه رپوټ کي راغلي دي، چي بريد جنرال گيونتر کتز د ايساف د نوي وياند په توگه ټاکل شوی دئ. د ورځپاڼي د شنبې د ماښام په گڼه کي راغلي دي، چي «د ايساف المانی وياند جنرال کارستن ياکوبسن خپله دنده بريد جنرال گوينترکتز ته چي هغه هم المانی دئ، وسپارله.»

دا دريم ځل دئ، چي د المان يو پوځي جنرال دغي دندي ته گمارل کيږي. د ناټو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک ايساف وياند تر ۲۰۱۰ کال پوري، هغه څوک ټاکل کيدی، چي مورنۍ ژبه به ئې انگريزي وه.

په افغانستان کي د نوموړي نړيوال ځواک رسمي ژبه انگريږي ده. معنی دا چي د دغه ځواک له خوا له رسنيو او نورو عامه مؤسسو سره په انگريږي ژبه مکالمې کيږي.

جنرال کتز ۴۹ کاله عمري لري او دا لومړی ځل دئ چي په بهر کي يوه مهمه دنده پر غاړه اخلي. هغه به په راتلونکو ۱۲ مياشتو کي په افغانستان کي د ۱۳۰ زرو بهرنيو سرتيرو، نه يوازي د عملياتو، بلکي د پلان شوو وتلو په هکله هم وخت په وخت معلومات وړاندي کړي.

د رپوټونو له مخي دغه الماني پوځي د خپل هيواد د هوايي ځواک پيلوټ دئ او په دې نژدې وختو کي د جنرالۍ رتبې ته رسېدلی دئ.

د ايساف دغه نوی وياند په تيرو څلورنيمو کلونو کي د المان د دفاع په وزارت کي د يوې څانگي آمر وو. تر هغه مخکي نوموړی د «ايرو فايتر» يا د«ايرو د جنگي الوتکو» غنډ چي په روستوک کي مستقر دي، قوماندان وو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل