په افغانستان کي د امنيستي انتر نشنل د سازمان د الماني څانگي مشري سره د ډاکتر سيد موسي صميمي مرکه
۱۳۸۵ آبان ۱۱, پنجشنبهځواب: زما له نظره دغه عکسونه کيدي شي ريښتيني عکسونه نه وي او په کي گوتي وهل شوي وي. د بلډ په ورځپاڼه کي سړې نه شي پوهيداي،چې دا عکسونه چيرته نيول شوي او چا نيولي دي.
ښه به داوي چې دغه پيښه د يوي نا پيلي څانگي له خوا وڅارل شي. او دا د المان د اردو پوري اړه لري. نو د المان د اردو څانگه، بايد په دي لاره کي گام واخلي.
الماني عسکرو ته په افغانستان کي په ډيره درنده سترگه کتل کيږي. او کيداي شي په دي عکسونو کی گوتی وهل شوي وي.او دا لاس وهنه د هغه چا له خوا وي چې غواړي د الماني عسکرو اعتبار په افغانستان کي خراب کړي.
خو د دي پيښي په هکله زما نظر پيخي روښانه دې.چې له اخلاقي پلوه هیڅوک دا خق نه لري چې د يو مړی کالبد ته سپکاوي وکړي.دا هيڅ توپير نه لري،چې دا مړې په چا پوري اړه لري. په اصل کي د اخلاقي ارزښتونو په معيار سره دا کار د کرکي وړ يو عمل بلل کيداي شي.
پوښتنه: دا عکسونه په داسي يو حساس وخت کی په يوه ورځپاڼه کي چاپيږي،چې د المان په پارلمان کي په افغانستان کي د الماني سوله ساتو ځواکونو د خدمت د مودي د اوږدولو په موضوع باندي بحثونه روان دي. د المان د دفاعي چارو وزير (فرانک جوزف يونگ ) ويلي دي چې دغه موضوع به سمدستي وڅارل شي.څه فکر کوئ چې دا کار به په جديت سره تر سره شي؟
ځواب: دا عکسونه د چا له خوا نيول شوي او دا کسان څوک دي. بايده دې چې هر اړخيزه پلټنه وشي.او څارنه تر سره شي.بيا هم زه وايم چې زما له تصوره څخه دا يوه لري پيښه بريښي.
څه فکر کوئ دا به الماني عسکرو ته چې تاسو يې مخکي يادونه وکړه.هلته د دوئ محبوبيت ته زيان ونه رسوي.
زه تر اوسه نه پوهيږم،چې د دي عکسونو اوازی څومره افغانستان ته رارسيدلي. خو د دي هيواد حکومت به د دي عکسونو نه ضرور خبر وي. ولي بيا هم زه هيله کوم، چې دا عکسونه لکه د نمارک د ورځپاڼي د کاريکاتورونو په څير بدي انگازي خپري نه کړي. او دومره ستره نه شي، چې د المان او افغانستان د ولسونو په نيکو اړيکو اغيزي پري باسي.