1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکا سفير د لغمان ولايت ادارې ستاينه کړې

۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه

کارل ايکن بيري په لغمان ولايت کي ويلي دي چي، که چيري په ټولو ولايتونو کي ورته کاري انرژي موجوده وي لکه په لغمان کي، نو له بهرنيانو څخه د واک د ليږد وروسته به هم افغان دولت د خلکو غوښتنو ته په ريښتيي توګه ځواب ووايي.

https://p.dw.com/p/R1hN
د امريکا سفير کارل ايکن بيري د لغمان د والي اقبال عزيزي سره د خبري غونډي پرمهال
د امريکا سفير کارل ايکن بيري د لغمان د والي اقبال عزيزي سره د خبري غونډي پرمهالانځور: DW

په افغانستان کي د امريکا سفير کارل ايکن بيري په لغمان کي د يوي خبري غوڼدي پرمهال د ولسمشر کرزي له وروستيو څرګندونو څخه ، چي په کي له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د سپارلو غوښتنه شوي ده ملاتړ وکړ.

په دې غونډي کي چي د نشه يي توکو پرضد د مبارزې او کرهني وزارتونو مرستيالانو هم ګډون درلودی، ايکن بيري د خپلو خبرو پر مهال وويل:

« که چيري د افغانستان په ټولو ولايتونو کي ورته کاري انرژي موجوده وي لکه په لغمان ولايت کي، نو له بهرنيانو څخه د واک د ليږد وروسته به هم افغان دولت د خلکو غوښتنو ته په ريښتيي توګه ځواب ووايي.»

د ايکن بيري په وينا په تيرو څو کلونو کي لغمان ولايت د ګڼو هغو رغنيزو پروژو شاهد دی ، چي پدې ولايت کي د ولايتي بيارغوني ټيم او USAID له خوا په ګډه ترسره سوي دي.

په دې پروژو کښي يو شمير پلونه، پلچګونه، سړکونه او نوري ودانۍ يي د نموني په ډول يادولای سو.

پدغه خبري غوڼده کي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د وزارت مرستيال انجينر ابراهيم اظهر وويل، چي د لغمان ميشتو ولسونو ته يي د کوکنارو د نه کر په برخه کي دوې ستري پروژې منظوري کړي.

دغه پروژې يوه يي په هغه ولايت کي د يو مسجد او بله هم د کنفرانسونو لپاره د يو تالار جوړول دي. پر داړو پروژو شاوخوا شپږ سوه زره امريکايي ډالره لګښت راځي.

په دې وروستيو کښي لغمان ولايت د لوړپوړو بهرنيانو سفرونه ډير سوې او هر يو چي ورځي د مرستو ژمنه کوي.

څو ورځي وړاندي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترويس هم دغه ولايت ته سفر کړی و.

پيترويس په هغه ولايت کي وروستيو عملياتو ته په اشارې سره وويل چي که افغان ځواکونه دغه ډول دنده تر سره کړه لکه په لغمان کي چي وسله والو طالبانو ته يې ډيره مرګ ژوبله اړولي موږ ډاډه يو چي دوی به خپلي چاري ټولي په سمه توګه تر سره کړي.

شمعه احمدزۍ/ لغمان

کتونکی: نجيب الله زيارمل