1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکایې مشاورينو لګښت

۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعه

د افغانستان د بيا رغاوني لپاره د متحده ايالاتو د مالي پلټني يوي اداري وويل چي په نوموړي هيواد کی د يو امريکايي سرتيري کلني لګښت 697 زره ډالر او د يوه ملکي مشاور کلني مصرف د 410 زرو تر 570 زرو امريکايي ډالرو پوري رسيږي

https://p.dw.com/p/12W6b
په افغانستان کی د متحده ایالاتو سرتیری
په افغانستان کی د متحده ایالاتو سرتیریانځور: picture alliance/dpa

د امريکا متحده ايالاتو د  مالي څارني يوي اداري چي  ولسشمر بارک اوباما د جګړي د ستراتيژي محاسبه کوي، پرون ( پنجشنبه) وويل : افغانستان ته د ملکي مشاورينو پر ليږلو شاوخوا دوه مليارده  ډالر مصرف شوي دي.

 په هغي  يوي مالي پلټني کي چي  د افغانستان د بيا رغوني  لپاره د متحده ايالاتو د مالي لګښتونو د  عمومي څارني  د اداري (SIGAR)   له خوا تر سره شوي راغلي دي چي  د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي چارو کارپوهان هم افغانستان ته د ليږونکي سرتيرو څخه په کمه بيه نه تماميږي.

د نوموړي اداري رپوټ زياتوي چې افغانستان ته د ليږونکي يو ملکي امريکايي مامور کلنۍ مصرف د 410 زره څخه تر570 زور  امريکايي ډالرو پوري رسيږي.

په افغانستان کي د يو امريکايي سرتيري کلني مصرف  په  روان ميلادي کال کي 697 زره امريکايي ډالر دي.  په 2010 کال کي  د يوه امريکايي سرتيري  کلني مصرف 667 زره او په 2009 کال کي د يوه سرتيري کلني مصرف 507  زرو ډالرو ته رسيده.


باراک اوباما په 2009م کال کې   افغانستان د ديرش زرو سر تيرو سره د ملګرتيا تر څنګ د يو زيات شمير  ملکي ماشورينو د استولو اعلان هم وکړي چي هغيو به  افغانستان سره  په ملکي رغوونکو ( له کرهني نيولي تر قضايي ساحو) کي مرسته کوي.

په ملکي برخو کې د مشاورينو دليږدولو اصلي مقصد، په جګړه کې د لاس ته راوړل شوو هدفونو تر څنګ د عادي افغانانو په ژوندانه کې پرمختګ وو.

ديپلوماتان او کارپوهان د دي لپاره استول شوي وو چې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ د افغان دولت پياوړتيا او د قانون د پلي کولو په برخه کې هلې ځلې وشي.

دغه رپوټ زياتوي چې افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو د ليږل شوي ملکي مامورينو شمير د تير کال په پرتله ډير شوي. د روان کال د جون په مياشت کې د ملکي  کارپوهانو شمير ۱۰۴۰ تنو ته ډير شوې چې تير کال دغه شمير بيا يواځې ۳۲۰ تنه وو.

د افغانستان د بيا رغوني لپاره د متحده ايالاتو د مالي څارني  اداري (SIGAR) لخوا دغه رپوټ په داسې وخت کي خپريږي چې امريکا له مالي ستونزو سره مخامخ ده او کانګرس په دې لټه کې دي تر څو د بهرنيو مرستو هغه پروګرامونه له منځه يوسي چې په امريکا کې شهرت نه لري.

په افغانستان کي د اداري فساد او اختلاس  پر ضد  په مبارزه کي د کمزورتيا له امله د متحده ايالاتو د کانګرس غړو آن ډير مخکي ځيني امريکايي مرستي کمي کړي دي، که چيري هغوي احساس وکړي چي دا مرستي هغوي ته  ګراني تماميږي، ښايي په  هغو نور هم کموالي رامنځ ته کړي.


اوباما د روان کال د جون په مياشت کې  اعلان و کړ چې خپل هيواد ته  له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو  بيرته ستند. خو د افغانستان د بيا رغوني ځانګړي مفتش اداري وړانديز کړاي چې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو ديپلوماتان او يا ملکي مامورينو پر دندو ګمارل هم په کمه بيه نه تماميږي.

اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: عبدالباري حکيم