په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د پاتېدو وړانديز
۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبهامریکا متحد ایالات اوس په دې اړه د پریکړي کولو په حال کې ده چې په راتلونکې کال کې په افغانستان خپل څومره عسکر وساتي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم شو او ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته واسپارل شول.
اوس ناټو په افغانستان کې د ۱۳۰۰۰په شاوخوا کې عسکر لري چې ډېر یې امریکایان دي. دغه ځواکونه د «پریکړنده ملاتړ» په نوم د ناټو نوي روزنیز ماموریت پر مخ وړي.
پتېيل شوې ده چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمېر د ۲۰۱۷م کال تر جنوري میاشتي پوري۵۵۰۰ تنو ته راکښته شي، خو په وروستیو وختونو کې د طالبانو د بریدونو ډیریدو ته په کتو سره امریکايي چارواکي دې ته اړه شوي چې پر دغه پلان له سره غور وکړي.
د امریکا یوه لوی جنرال جو دونفورد، په واشنګتن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز ته وویل: «ما د دفاع وزیر ته د یوه وړاندیز طرحه وړاندي کړې ده.» هغه ددغه وړاندیز په اړه نور جزئیات ور نه کړل.
هغه زیاته کړې ده: «زه او د دفاع وزیر به په یوې مرحله کې دغه سپارښتني ولسمشر ته وړاندي کړو.»
طالبانو له ۲۰۱۴م کال راهیسې په افغانستان کې خپل بریدونه سخت کړي دي او د پخوا په پرتله ډیري سیمي یې تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. طالبانو ان په ۲۰۱۵م کال کې د یوې لنډې مودې له پاره د کندز ښار مرکز هم تر خپل کنترول لاندي راوست.
دونفورد، ویلي دي، دا د ناټو له پاره ډیره مهمه ده چې په راتلونکې کال کې په افغانستان کې د پاتېدونکو امریکایي عسکرو شمېر ژر تر ژره روښانه کړي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوي قوماندان جنرال جان نیکولسن، ویلي ول چې د ۲۰۱۷م کال له پاره د یوه پلان جوړولو په موخه ۹۰ ورځو ته اړتیا لري.
خو دونفورد، ویلي دي چې ۹۰ ورځي به تمه و نه کړي: «ناټو باید په دې اړه یوه پریکړه وکړي چې د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې به په افغانستان کې څومره ځواکونه ولري ځکه هغوی باید افغانستان ته تر تلو مخکې د شپږ میاشتو له پاره وروزل شي. له دې کبله موږ نه شو کولای چې ۹۰ ورځي انتظار وباسي ترڅو د افغانستان وضعیت وڅېړو.»