1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د المان نوې ملکي او پوځي ستراتيژي

۱۳۸۸ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله په خپله حکومتي کړنلاره کې په افغانستان کې د نوې ستراتېژۍ او نوي پيل خبره وکړه...

https://p.dw.com/p/LyZM
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويلهانځور: picture alliance/dpa

په دې اړوند دې آزاد دموکرات، د جنورۍ د مياشتې په پای کې لندن کې د افغانستان کانفرانس کې شوو موافقو ته اشاره وکوله. د هغه له مخې بايد چې وروسته له دې نه په افغانستان کې ملکي بيارغونې او هم د هغه هېواد د امنيتي ځواکونو روزنې ته پاملرنه وکړل شي. وستر ويله په افغانستان کې د گڼ شمېر ښوونځيو، د اوبو او برېښنا رسونې او کرهڼې په برخه کې د برياليتوبونو په يادولو سره دا هم وويل، چې څه ناڅه پرمختگ شوی هم دئ. خو په عمومي ډول سره يو گډ بيلانس لاس ته راځي.

«وستر ويله وايي، تېر کال امنيتي حالت بېرته خراب شوی دئ. افغانستان هنوز نړيوالو بازارونو ته د ترياکو 90% برخې وړاندې کوي. تر اوسه پورې افغانستان کې هغه څه نه دي منځ ته راغلي، د کومو چې موږ8 کاله مخکې هېله درلوده. نو ځکه د آلمان دې حکومت له اول نه په افغانستان کې د نوي پيل کار باندې لاس پورې کړی.»

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، دا د افغانستان په برخه کې د مخکيني يا پخوانو حکومتونو پر چال چلند باندې کومه نيوکه نه ده، بلکه د تېرو کالونو له تجربو څخه عبرت اخيستنه. د افغانستان له حکومت او نړيوالو ملگرو سره په خوښه، بايد چې 2011 ميلادي کال کې، افغان ادارو ته د سيمو امنيتي مسئوليت ورسپارنه يوه پر بله پسې پيل شي. کومه پروسه چې بايد تر 2014 ميلادي کاله پورې بشپړه وي. بيا هم وستر ويله:

«دا يو د عملي کېدنې هوډ دئ، پر کوم به چې موږ کار کوو. خو دا کوم د وتلو ټاکلې نېټه هم نه ده. د هغه ټاکنه به ترهگرو ته توان بخښنه او يوه غلطي وي.»

خو د گيدو وسترويله مخکيني سيال او د آلمان په فدرالي شورا کې د سوسيال دموکراتانو د ډلې مشر فرانک والټر شتين ماير له افغانستان څخه د آلماني عسکرو ايستلو ته روښانه نېټه ټاکل وغوښتل او څرگنده يې کړه:

«که چېرته غلط شوی نه وم، نو ويلی شم چې، د يورپ په ډېرو هېوادونو کې دې ته د مننې په سترگه کتل کيږي، چې موږ په آلمان کې له 2014 نه تر 2015 ميلادي کاله پورې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو موضوع تر بحث لاندې نيولې. دا هغه څه دي، چې اوس د اورپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې يو پر بل پسې تر لاس لاندې نيول کيږي.»

د سوسيال دموکراتانو موافقې ته شتين ماير له دې سره اړوند ورکړ، چې اضافي ورلېږل کيدونکي عسکر به څه دنده سر ته رسوي. ده حکومت ته گواښ وکړ، چې له چل ول څخه ډډه وکوي. شتين ماير وويل، د ٣٥٠ تنو اضافي او احتياط عسکرو ورتگ نه ښايي په افغانستان کې د آلمان عسکرو دايمي شمېر جوړ کړي.

«شتين ماير په ډاگه کوي: دې کار ډېر وخت ونيو، چې وکولی شو نور پر دې باندې قانع کړو، چې موږ ښايي په افغانستان کې بيارغونې او د ملکي خلکو ژغورنې ته د لومړيتوب حق ورکړو. او له دې مخې وايم: وروسته له دې بيلانس څخه، له کوم سره چې برياليتوب هم اړوند لري او د بهرنيو چارو وزير ويستر ويله يادون ترې وکړ، بايد موږ نتيجې واخلو.»

Fürstenau, Marcel/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل