1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د المان د پوځي ماموريت اوږديدل د ستونزو سره مخ دي

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

د جنورۍ په مياشت کي د آلمان پارلمان د افغانستان د پوځي ماموريت د اوږدولو په هکله تصميم نيسي. خو د حکومت د مخالف ګوند پارلماني مشر، فرانک والترشتاين ماير وايي چي د هغه ګوند به د دغه ماموريت د اوږدو پر خلاف رايه ورکړي

https://p.dw.com/p/QkFR
د سوسيال ديموکرات ګوند پارلماني مشر فرانک والتر شټاين ماير
د سوسيال ديموکرات ګوند پارلماني مشر فرانک والتر شټاين مايرانځور: picture-alliance/dpa

شتاين ماير وايي، مګر دا چي حکومت په صراحت سره ژمنه وکړي چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو پلان په نوي ميلادي کال کي پيل کيږي.

شتاين ماير چي په تير ايتلافي حکومت کي د بهرنيو چارو وزير ؤ دغه خبره د آلمان «بيلد ام زونتګ» نومي ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل:

« که چيري حکومت د سوسيال ديموکرات د ګونده موافقه رايه غواړي، هغه بايد د پوځي ماموريت د اوږدولو په پريکړه کي د ايستلو مشخصه نيټه هم وښيي.»

هغه زياته کړه دا په دې وجه چي حکومت بايد هغه څه چي وايي بايد عملاً يي په اثبات ورسوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وسترويله د مسيحي ميلاد د اختر د لمانځني د رخصتيو څخه مخکي د خپل هيواد پارلمان ته د حکومتي بيان د وړاندي پر مهال وويل چي د راتلونکي ميلادي کال په پای کي به د افغانستان په شمال کي د ځينو ولايتونو امنيتي مسووليت افغان امينتي ځواکونو ته وسپاري او په دې سره به د وتلو لپاره لاره هواره سي.

خو د سوسيال د ديموکرات پارلماني مشر، شټاين ماير د حکومت پر داسي يو بيان باندي بسيا نه کوي او وايي چي د سرتيرو د ايستلو پلان بايد د پوځي ماموريت د اږدولو يوه برخه وګرځي.

هغه په خاصه توګه صدراعظمه انګلا ميرکل افغانستان ته د ورستي سفر په ترڅ کي الماني سرتيرو ته په وينا کي د «جګړي» د جملې استعمال په وجه ترنيوکو لاندي ونيوله.

شټاين ماير وويل: « آغلي صدراعظمه د خپلو جمله بنديو سره د دفاع وزير څخه تقليد کوي. زه نه پوهيږم چي دا ليوالتيا د څه لپاره. په دې کي هيڅ شک نه سته چي دغه ماموريت له خطرونو سره جوخت دي او موږ تر اوسه پوري ډيري قربانی ورکړي دي.»

شټاين ماير وويل چي حکومت د افغانستان د ماموريت په هکله څرګند دريځ نه لري. هغه وويل چي د حکومت په دننه کي د هغه په هکله ، خصوصاً د دفاع وزير او د بهرنيو چارو د وزيرتر منځ اختلاف نظر موجود دی.

د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ د آلمان د ARD تلويزوني شبکې سره په يوه مرکه کي تيره اونۍ وويل:« په راتلونکي کال کي د سرتيرو د ايستلو د پيل پلان يو ډير ستونزمن هدف دی، چي هغه د سترمسووليت غوښتنه کوي.»

څوګوتنبرګ زياته کړه:« زه د دفاع وزير يا د حکومت د يوغړي په توګه دا مسووليت په غاړه نه سم اخيستلای چي زموږ د سرتيرو د وتلو له پيل څخه وروسته د پاته سرتيرو ژوند له خطر سر مخامخ سي. يوازي په دې وجه چي يو څوک غواړي خپل کړي ادعا په اثبات ورسوي.»

هغه زياته کړه چي آلمان هغه وخت کولای سول چي په مسووليت سره خپل سرتيري له افغانستان وباسي چي رښتنيي شرايط هلته چمتو سي.

څوګوتنبرګ يادونه وکړه چي هغه اوس نه سي ويلای چي څه وخت به سرتيري بيرته خپل وطن ته ستنيدل پيل کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل