1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د القاعدې مشران وژل سوي

۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبه

داسي ښکاري چي په افغانستان کي دي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د القاعدې دوه مخور مشران وژل سوي وي. د امريکا دغه عملیات تر اوسه پوري په بشپړه توگه نه دي ارزول سوي.

https://p.dw.com/p/2Rl9s
USA Kampfdrohne
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Air Force/Tech. Sgt. E. Lopez

د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي فاروق القطاني او بلال العطبي، چي له ډېرو کلونو راهيسي ئې په افغانستان کي فعاليت کاوه او لټون پسې روان وو، په کونړ ولايت کي د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي وژل سوي دي.

د پنتاگون د معلوماتو له مخي القطاني، له ډېري مودې راهيسي د افغانستان په شمال کي د القاعدې مشري کوله او «په دې تلاښ کي وو چي هلته د القاعدې غړو د اوسېدو خوندي ځايونه جوړ کړي.»

ويل سوي چي هغه په افغانستان کي پر امريکايي او نړيوالو ځواکونو د بريدونو پلانونه جوړول. په القطاني پسې له څلور کلونو راهيسي لټون روان وو.

د العطبي، په اړه بيا ويل سوي دي چي هغه د افغانستان په جنوب کي د القاعدې مشري کوله او هلته ئې د بهرنيو جنگياليو د بيا راټولو او روزلو دنده لرله.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي پر دغو دوو کسانو باندي د يکشنبې په ورځ د افغانستان په کونړ ولايت کي د څو بې پيلوټه الوتکو په مرسته بريدونه سوي دي. د پنتاگون دغه د بريا خبر ته بايد سړی تر اوسه لا د شک په سترگه وگوري، ځکه د بريد په اړه ارزوني لا بشپړي سوي نه دي.

د پنتاگون وياند پيتر کوک، ويلي دي چي د «هغوی مړينه به د القاعدې تروريستي شبکې له پاره يوه ستره ضربه وي.» د دوی مړينه د افغانستان، امريکا متحدو ايالاتو او متحدانو له پاره ئې د گواښ د لږېدو سبب کيدای سي.

امريکا متحدو ايالاتو په روان کال کي پر القاعدې شبکې باندي نژدې ۷۰۰ هوايي بريدونه کړي دي. تېرکال دغه بريدونه ۵۰۰ ول. پر القاعدې باندي د بريدونو ډېرښت د دې ښکارندوی دي چي امريکايي ځواکونه به په راتلونکې کي هم په افغانستان کي ښکېل پاته سي.

نور مطالب: