1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر نيول سوی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

په افغانستان کښي د ناټو ځواکونو لخوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي ځواکونو يې د افغان امنيتي ځواکونو سره په گډو عملياتو کي د القاعدې شبکې يو مخکښ نيولی.

https://p.dw.com/p/113AT
په افغانستان کي د ناټو ځواکونه ليکي چي دغه تن د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر دی.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونه ليکي چي دغه تن د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر دی.انځور: picture alliance/dpa

په اعلاميه کي راغلي چي دغه تروريست د هغه د دوو تنو انډيوالانو سره د افغانستان په شمال کندوز ولايت کي نيول سوی دی.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونه ليکي چي دغه تن د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر دی.

ناټو وايي د اسلاميستیانو دغه مشر په پاکستان کښي د تروريستانو د لارښوونکو او په افغانستان کي د طالبانو تر منځ د راکړي ورکړي دنده درلوده.

ويل کيږي چي هغه په افغانستان کښي د طالبانو سره مرسته کوله. په ځانگړې توگه هغه طالب جنگيالي د تريننگ دپاره پاکستان نه ليږل، ځانمرگي بريدکونکي يې رهنمايي کول، بمي چاودني يې پلان کول او د مخامخ بريدونو تمرينونه يې ورکول.

په اعلاميه کي دغه راز راغلي چي، نيول سوی کس تير کال په پاکستان کښي د زندان څخه تښتېدلی او د نورو سريې هم مرسته کوله چي د زندان څخه و تښتي.

ناټو وايي چي هغه هر وخت ددې دپاره چي خپل انډيوالان د زندان څخه آزاد کړي مسوولينو ته به يې رشوت ورکاوه.

دوې مياشتي مخکي هم د ناټو ځواکونو ويلي ول چي د افغانستان په شمال کښي د بلال کندوزي په شمول د ازبکستان ۲۰ جنگيالي نيولي دي.

په اعلاميه کي د نيول سوي کس نوم پټ ساتل سوی.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم