1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلماني وسلو غير قانوني خرڅلاو

۱۳۸۸ مهر ۲۱, سه‌شنبه

په تيرو دوو ورځو کي د جرمني په مطبوعاتو کي د وسلو خرڅولو د افغاني سوادګرو په حواله داسي راپور راپورونه خپاره سوي چي په افغانستان کي په غير قانوني ډول آلماني وسلې خرڅيږي...

https://p.dw.com/p/K56y
په 2006 کال کي جرمني د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته د پوليسو لپاره 10,000تومانچې ورکړي وي
په 2006 کال کي جرمني د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته د پوليسو لپاره 10,000تومانچې ورکړي ويانځور: AP

طبعأ پوليس يا پوځ وسلو ته ضرورت لري ،تر څو خپل قدرت او طاقت وښيي،او وکولاي سي هغه عملي کي . دا خبره د افغانستان دپاره همداسي اعتبار لري ،لکه د جرمني دپاره هم .

په افغانستان کښي قوي او غښتلي امنيتي قواوي ددې مقدمه ده ،چه يو وخت د لويدېزو هيوادو عسکر وکولای سي ،بيرته د افغانستان څخه ووزي ،او دوی د افغانستان امنيت پخپله وساتلای سي . ځکه نو افغانستان ته د وسلو پر ليږلو باندي په پرينسيپ کښي نسي ويل کيدلای . خو خبره داده چه تر څه وخته پوري بايد وسلې افغانستان ته وليږل سي . د يوه ښه نظر درلودل حتمأ دا معنی نلري چه هغه ښه عملي هم سي .

او ددې ښه مثال په افغانستان کښي د آلماني پوځ د وسلو غير قانوني خرڅول دي . په دغه قضيه کښي بيا هم ددې پوښتنه نه کيږي ،چه افغانستان په عاجل ډول څشي ته ضرورت لري ، بلکه غربيان هغه ته څه ورکوي . او په دغه قضيه کښي بيا هم زړې او د ماډل څخه تيري سوي آلماني تفنګچې دي ،چه په منطقه کښي ورته په مشکل مرمۍ پيدا کيږي . دلته آلماني پوځ وکولای سول چه د وسلو د له مځه وړلو مصارف ورته پاته ،او په عين حال کښي د امريکا په مقابل کي نمره هم واخلي . ځکه چه امريکا د جرمني څخه غوښتل ،چه بلاخره افغانستان ته وسلې وليږي ،او نه يوازي موزې او د پوليسو موټران وروليږي .

داچه د وسلو ليږل به خپل اعتبار د لاسه ورکاوه، معلوميږي چه د هغه څخه د جرمني حکومت او آلمانی پوځ خبر ؤ . ځکه نو بيله کوم دليله د جرمني حکومت ۴ کاله مخکښي د تقريبأ ۱،۵ مليون ايرو قيمتي وسلو څخه څوک خبر نکړل ،او د جرمني پارلمان ته يې د هغه تر ليږلو وروسته معلومات ورکۍ . حکومت ځکه پر خپل وخت څوک خبر نکړل ،چه د انتقادي پوښتنو څخه يې بيره درلودل .

په افغانستان کښي د جرمني نمايندګۍ د هغه د خطر څخه پوهيدل . دوی د افغانستان د خراب امنيتي حالت څخه پوهيدل ، دوی په پوليسو کښي د لوړي اندازې د اختلاس او اداري فساد څخه پوهيدل ، او پدې هم پوهيدل چه د کاله تقريبأ ۲۵ فيصده پوليس تښتي .

جرمني بايد پر خپلو وسلو باندي پام کړی وای ،دوی ونسوای کولای چه د هغو يو کامل لست جوړ ترتيب کي . داچه جرمني بيا هم پر دغو خرابو شرايطو سربيره افغانستان ته وسلې ورکړي دي دډير انتقاد وړ دي . جرمني فقط د وسلو د سپارلو يو سند اخيستی دی ،او هغه ته يې پاملرنه کړيده . په حقوقي لحاظ دا سم کار دی ، خو د سياسي لحاظه د سوال وړ . ځکه څوک چه د کوچنيو وسلو کنترول پر غاړه لري ،بايد په احتياط سره قدم واخلي ، او لږ تر لږه ددې پوښتنه وکي ،او وګوري چه وسلې چيري او د چا پلاس کي دي . په کابل کښي په پوره اندازه ددې کار دپاره ارتباطي مامورين ، د پوليسو روزونکي ، ډيپلوماتان او مشاورين موجود دي .

خو د افغانستان – جرمني په سياست کښي دا اولينه قضيه نده ،اکثرأ غير منظم کارونه سرته رسيږي ، او هيڅ ګد کار نه سره کيږي . پدې کار کښي هم مختلف مقامات مسؤليت لري ، مشکلات پټيږي ، د شفافيت او عام بحث مخنيوي کيږي .

خو په دغه ډول جرمني او بين امللي ټولنه پر مخ نسي تللای ،او بايد خپلي تګلاري ته تغير ورکي .

Heinzle, Christoph/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل