په افغانستان کي درې بهرنيان او پنځه تنه افغانان وژل سوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبهاعلان
په افغانستان کي د تاوتريخوالي په بیلا بيلو پيښو کي درې بهرني سرتیري او پنځه ولسي کسان وژل سوي دي. چارواکو ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ کي د سړک د غاړي يوه ماين د ناټو دوه عسکر ووژل. ناټو په خپله خبرپاڼه کي ويلي دي چي يو عسکر ئې د شنبې په ورځ د وسله والو په بريد کي وژل سوی دئ. افغان چارواکو بيا ويلي دي چي وسله والو مخاليفينو د شنبې په ورځ د وردگ ولايت د جلريز څخه شپږ داسي افغانان تښتولي دي چي د ناټو په مقر کي ئې کار کاوه. د وردگ ولايتي وياند شاهدالله شاهد، ويلي دي چي د تښتول سوو څخه يې د پنځو تنو مړي موندلي دي.