پر یوه ټولنه باندي دروغتيا او سالم صحت اغيزه اودمشخصو ګامونو اخيستل
۱۳۹۰ فروردین ۲, سهشنبهاعلان
د افغانستان د اوسنيو حالاتو په نظر کي نيولو سره د سالم صحت او د ناجوړيو څخه د ساتني په باب معلومات ډير مُهم دي . د روغتيا پروګرام د صحت پر ممکنه خطراتو باندي بحث کوي، او پردې سربيره د اوريدونکو دعلمي معلوماتودپاره پر مختلفو موضوعګانو، لکه د طبيعي منابع د ساتلو ، د محيط او پاکۍ تر منځ رابطه ، د اقليم د تغيیراو نورو باندي خبري کوي . موږ به په خپل اوسني پروګرام چه «وا وره او زده کړه » نومیږي ، تاسی ته په اساسی ډول د یوې کورنی کیسه درواورو، چه په څه ډول روغتيایی مسایلو ته ارزښت ورکوي ، او هم په عین حال کښي د خپلو کلیوالو سره د روغتیايی لمړنيو تدابیرو په لار کښي ډیر کومکونه کوي . دغه کورنی چه په یوه کلي کښي اوسیږي ، ډیره فعاله او موضوع هم هلته بيانيږي .