1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي تر 20 زیات انسانان وژل سوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبه

په افغانستان کي د شنبې د ورځي د ناامنيو بېلو پيښو يو شمېر انسانانو ته مرگژوبله اړولې ده چي پکښي زياتره يې ښځي او ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/11YZw
آرشف انځور
آرشف انځورانځور: picture-alliance/ dpa

د شنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ او ناقراره جنوب کي بمي چاودنې وسوې چي په ترځ کي يې لږ تر لږه 20 انسانان وژل سوي دي.

د افغانستان د کندهار ولايت چارواکو ويلي دي چي د شنبې په ورځ د ارغنداب په ولسوالۍ کي د سړک د غاړي يوه چاودنه رامنځ ته سوه چي 15 انسانان يې ووژل. د چارواکو په وينا په وژل سوؤ کي څلور مېرمني او 8 ماشومان هم شامله دي.

د راپورونو له مخي د کندهار پېښه د شنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د سړک د غاړي يوه بم پر مسافروړونکي موټر وچاودی. په نوموړې سيمه کي د لسو کالو راهيسي د ناټو او حکومتي ځواکونو سره د طالبانو نښتي رامنځ ته کيږي.

د فرانس پرېس خبري آژانس په وينا د افغانستان د کورنيو چاو وزارت ويلي دي چي وژل سوي 15 واړه کسان ولسي خلک دي. چي پکښي درې يې نارينه او نور ټوله ښځي او ماشومان دي. وزارت ويلي دي چي پېښه په ځايي وخت د سهار په لس بجې رامنځ ته سوه.

له بلې خوا افغان چارواکو ويلي دي چي د هيواد په ختيځ ولايت خوست کي يوه ځانمرگي بريد څلور انسانان وژلي دي. د پوليسو د ولايتي قومندان سردارمحمدځاځي په وينا دغه پېښه د شنبې په ورځ د پوليسو د مقر دباندي رامنځ ته سوه.

ځاځي د خوست د پيښي په تړاو و اسوشيېټډ پريس خبري آژانس ته ويلي چي په وژل سوؤ کسانو کي درې پوليس دي چي يو يې هم د پوليسو د چټک غبرگون د ځواک يو قومندان محمد ظاهر خان دی. د نوموړي په وينا په پېښه کي 12 کسان ژوبل سوي هم دي.

د جمعې په ورځ بيا د لغمان په مهترلام کي هغه وخت دوه پوليس ووژل سول کله چي هغوی د يوې داسي چاودنې وروسته و سيمي ه ورغلي ول چي تاوان يې نه ؤ رسولی. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت په وينا د لومړۍ چاودنې وروسته چي کله پوليس د پيښي و ځای ته ورسېدل نو دویمه چاودنه رامنځ ته سوه چي په ترځ کي يې 9 پوليس ژوبل او 2 ووژل سول.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض