1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بچه بازي ولي ډېره سوې؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبه

پر طالبانو باندې تور لګیدلی دی چې د افغانستان په سویلي برخه کې پر پولیسو باندې د بریدونو له پاره ماشوم «جنسي غلامان» کاروي او د پوځي لاس ته راوړنو له پاره «بچه بازي» کاروي.

https://p.dw.com/p/1J85H
انځور: AP

د افغانستان په یو شمیر سیمو کې زورواکان، بډایه کسان او جنګي قومندانان هلکان ساتي چې له هغوی څخه جنسي استفاده وکړي. په دغه سیمو کې نه دا چې د هلکانو ساتل له شرمه ډکه موضوع نه ده، بلکي ډیر وخت پرې هغه کسان چې دغه هلکان ساتي نازیږي او یو له بل سره د تر ټولو ښایسته هلک پر ساتلو رقابت کوي.

دغه ناوړه کار د بشري حقونو د فعالینو او اکثريت افغانانو له سختو نیوکو سره مخامخ دی چې له بشري حقونو سره په سخت ټکر کې بلل کیږي.

دغه ناوړه کار چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې له ډیر پخوا موجود دی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بند شوی وو، خو په وروستیو کلونو کې يووار بیا ډېر شوی دی. ویل کیږي چې بچه بازي د افغانستان په سویلي، ختیځو او همداراز شمال کې موجوده ده.

په لیریو پرتو سیمو کې ځواکمن جنګسالاران، قوماندانان، سیاستوال او د ځواکمني طبقې نور غړي ډیر وخت هلکان د خپل ځواک او صلاحیت ښوولو له پاره ساتي.

دغه هلکان بيا په ځينو سیمو کې د نجونو جامې په اغوستل کیږي او په خصوصي محفلونو کې ګډول کیږي او ورڅخه ناوړه جنسي استفاده کیږي.

په افغانستان کې بچه بازي ته د همجنسبازي په سترګه نه کتل کیږي، ځکه همجنس بازي په اسلام کې منع ده. که څه هم بچه بازي او یا هغه ته ورته اعمال هم په اسلام کې مجوز نه لري، خو ډیر وخت بیا دا موضوع له پامه غورځول کیږي.

د ښځو او هلکانو په منځ کې ډیر واټن او د هغوی تر منځ لږ اړیکي د دې لامل شوی دی چې په افغانستان کې بچه بازې ډیره شي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې پر دې سربیره د قانون نه حاکمیت، اداري فساد، فضايي سکتور ته محدود لاسرسی، بېسوادي، فقر، ناامني او د ولسه والو ډلو شتون د بچه بازي نور اصلي لاملونه دي.

دغه کمېسیون همداراز د افغانستان په قوانینو کې د بچه بازي پر ضد د روښانه قوانینو پر نه شتون باندي هم نیوکې کوي: «د افغانستان په قوانینو کې د بچه بازي په اړه یو ډول خلا او ابهام موجود دی او موجود قوانین نه شي کولای په موثر ډول د دغې ستونزې مخه ونیسي.»

ډېر په اصطیلاح هلکان د وخت په تیریدو سره پر هغوی باندې د جنسي تیرو او له هغوی څخه د ناوړه استفادې په پایله کې له رواني ستونزو سره مخامخیږي او یو شمیر یې آن پخپله هم په راتلونکې کې هلکان ساتي.

چارواکي وايي چې بچه بازي د افغانستان پر جګړې باندي هم خپلې اغیزې پریږدي. طالبان د دغو هلکانو په مرسته د روزګان په شان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په منځ کې نفوذ کوي.

د امنیتي ځواکونو په منځ کې د بچه بازي شتون له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو د همکاریو په اړه هم پوښتنې رامنځ ته کوي. د امریکا کانګرس په دې اړه په دسمبر میاشت کې وویل: «تر اوسه پورې امریکا متحدو ایالاتو له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ۶۰ میلیارده ډالر مرسته کړې ده چې پکښې له سیمه ایزو پولیسو سره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرستي هم شاملې دي.»

کانګرس زیاته کړې ده: «د افغان پولیسو او سرتیرو له خوا بې پروا جنسي کړه وړه، کولای شي چې د امریکا او عام افغانان ملاتړ زیانمن کړي او زموږ ډیري ستري پانګوني له ستونزو سره مخامخ کړي.»

پر دې سربیره دغه ډول کړه وړه له طالبانو سره د هغوی په اصطیلاح شرعي نظام له پاره تبلیغ کې هم مرسته کوي. په کابل کې یوه لویدیځوال دیپلومات ویلي دي چې همدا ډول ناوړه اعمال په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د رامنځ ته کیدو لامل شول او یووار بیا هم کیدای شي چې د هغوی له پیاوړي کیدو سره مرسته وکړي.