1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي به د طبيعي زېرمو را ايستل ډير گران کار وي

۱۳۸۹ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د الماني سياستوالو په نظر په افغانستان کي به د طبيعي زېرمو را ايستل ډير ستونزمن کار وي او دوی فکر نه کوي چي دومره لويي طبيعي زېرمي دي په افغانستان کي وي...

https://p.dw.com/p/Nqwk
د امريکايي جولوجيستانو په خبره افغانستان ډيري نوري طبيعي زېرمي هم لري
د امريکايي جولوجيستانو په خبره افغانستان ډيري نوري طبيعي زېرمي هم لريانځور: AP

د آزاد ډيموکراټ دګوند د امنيتي چارو سياستوالي الکه هوف دسه شنبې په ورځ د«فرانکفورتر روند شو» د ورځپاڼي سره د خبرو په ترڅ کي وويل چي افغانستان ددي طبيعي منابعو د را ايستلو دپاره اقتصادي بنسټيزي زيربنا نلري.

هغې زياته کړې،چي سربيره پردې ددې اومه موادو يوه برخه په هغوسيموکي ده چي د طالبانو ترکنترول لاندي دي.

مېرمن هوف زياته کړې ده چي، لويديز بايد د نوموړي هيواد سره د لازمو جوړښتونو په منځته راوړلوکي مرسته وکړي.

د هغې په خبره اوس د افغان ولس د پاره دا مهمه ده چي، هغوئ ته گټه ور ورسيږي او نه دا چي پيسې يې د جګړه سالارانو او درشوت خورو سياستوالو په جبونوکي و لوېږي.

د شنو دګوند د افغانستان دچارو کارپوه توم کيونيګس پدي کي شک کوي چي دومره لوي طبيعي منابعوي دي په افغانستان کي وي. ځکه چي پخواني رپوټونه چي پدې هکله ورکړل سوي وو ثابته سوې چي د مبالغې ډک دي.

تيره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼي د امريکايي جيولوجستانو په قول يو راپور خپور کړی، چي ويلي يې ول په افغانستان کي د زرو ملياردو ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمي کشف سوي دي.

AG/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل