په افغانستان کي بنسټيزه ستونزه طالبان نه بلکي ضعيفه اداره ده
۱۳۸۸ مهر ۱, چهارشنبهپه دې توګه ډيرو افغانانو د ادارې په وړاندې باور بالکل له لاسه ورکړی. د آلمان د بن د ښار د پوهنتون د پرمختيايي څيړنو له مرکز څخه ډاکټر کونراد شيتر په دې نظر دی چې دا د ديموکرتيک کولو په پروسه کې د برأت وړ نه دی. د افغانستان په اړه دغه کارپوه هغو ستونزو ته هم اشاره کوی چې د پرمختيايی سياست مفکوره Good Governance يا ښه حکومت له ځانه سره راوړې ده:
« په ډاډه ډول سړی کولای شی ووايی چې، افغانستان د Bad Governance ناوړه حکومت يو روښانه مثال دی، دلته زه په احتياط اصطلاحوې په کار وړم - ټول هغه شيان چې په لويديځ کې ښه عملی کيدای شی، بايد په نورو هيوادونو کې هم ښه عملی شی يا کار ورکړی. له دې ځايه د Good Governance خيال هغه غښتلې هڅه ده چې، د لويديځ ارزښتونه او لويديځ جوړښت نورو هيوادونو ته وليږدوی - يا لږ تر لږه يې کچه معلومه کړی - او دا تل ستونزمنه ده.»
د آلمان د پرمختيايی سياست له انستيتوت څخه ډاکټر يورګ ګريوينګهولتDr. Jörg Grävingholt بيا دا حتمی نه بولی. دغه سياست پوه په منځنۍ آسيا کې د سياسی سيستم د تحول يا بدلون په څيړنه بوخت دی. دﺉ وايی چې د Bad Govermance پيژندنه د يوې ځانګړې ټولنې په منل شوو قانونی ارزښتونو پورې نه دی تړلی. په يوه حکومت کې مشخص ناوړه اړيکي، د ټولو خلکو لپاره په يوه قانونی سيستم کې يوشان د زغم وړ نه دی - پرته له دې چې د دوی کلتوری بنسټ او جرړې په پام کې ونيول شی:
« اداری فساد داسې يو شی دی چې په لسهاوو او سلهاوو کلونه يوه ټولنه ورباندې اخته وی. خو څه شی چې معنا نه لری، دادی چې د ادارې فساد پايلې په ډيره ساده توګه د خلکو لخوا منل کيږی. او بيا تر هغه چې سړی ورنه ګټه اخلی قبلوی يې. او چې بيا سړی وينی نور هم ترې ګټه اخلی، او د ټولنې يوه برخه ترې ورانيږی نو بيا جرأت نه لرل يا جرأت نه کول زياتيږی.»
افغانستان هم همداسې: د Transperency International د غيردولتی سازمان د څرګندونو له مخې، د هندوکش په لمن کې پروت دغه هيواد، د هغه د اوسيدونکو له ليده د نړی د اداری فساد پنځم هيواد دی. کونراد شيتر وايي چې په وزارتونو، په ادارو او يا په پوليسو کې: اداری فساد او خويشخوری په پای کې د حکومت ناسمه رهبری ده. دغه کارپوه وايی چې دا ستونزې د افغانی ټولنې په جرړو کې نښتې دی:
«يو مثال ته پام وکړﺉ. که يو څوک وزير شی، نو ټوله کورنۍ يی د وزارت په وره کې ورته ولاړه ده چې څوکۍ ورته ورکړی، دا د دې معنا ورکوی چې دلته داسې جوړښت دی چې تر ډیرې وړې کچې پورې هم رسيږی.»
په دې ډول په افغانستان کې د قانونی دولت، ديموکراسۍ او د يوه ښه حکومت په وړاندې د شخصی اړيکو اقتصاد او قومی جوړښت پروت دی. چې بيا جوړونه يې حوصله او وخت غواړی.
Riedel, Melanie/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی. زيارمل