په افغانستان کي برمته سوې هالنډۍ آزاده سوه
۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعهد هالنډ د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي مرستندويه کارکوونکې آنيا دي بيير چي د روان مېلادي کال د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه تښتول سوې وه، آزاده سوې ده.
دي بيير، په کابل کي د هالند په سفارت کي ويلي دي چي «روغتيايي حالت» ئې ښه دی او دا د کابل په يوه داسي سيمه کي چي ډېر بهرنيان پکښې اوسيږي په سپينه ورځ څلورو وسله والو کسانو وتښتوله.
د هالند د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دي بيير، له خپلي کورنۍ او د بهرنيو چارو د وزير بيرت کويندرس سره تليفوني خبري کړي دي او وضعيت ئې ښه دئ.
د هالند د بهرنيو چارو وزير ويلي دي: «زه ډېر خوشحاله يم چي دغه ۸۱ ورځنی نامعلومه وضعيت په خير تير سو.»
دي بيير، چي له نژدې ۱۵ کلونو راهيسي د ملگرو ملتونو د مرستو په بېلابېلو ادارو کي کار کړی دئ، له څو کلونو راهيسي په افغانستان کي وه. هغې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کال کي د سره صليب نړيوالي ادارې له کونډو او يتيمانو سره د مرستي په پروگرام کي کار کړی.
که څه هم چي د بيير د آزادۍ د څرنگوالي په اړه هيڅ معلومات نه سته، خو د هالند د بهرنيو چارو وزرات ويلي دي چي دا له افغان چارواکو سره د اونيو خبرو اترو نتيجه ده.