1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي انتخاباتي هلي څلي گړندی سوي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مهر ۱۰, چهارشنبه

په داسي حال کي چي د افغانستان د جمهوري رياست له پاره د کانديدانو د نوم ليکني وروستۍ نېټې ته څلور ورځي پاته دي د کانديدانو هلي ځلي زياتي سوي دي. ډاکټر عبدالله خپل ځان رسمي نومولی.

https://p.dw.com/p/19soe
انځور: DW/H. Sirat

په راتلونکو څلورو ورځو کي به ټول هغه کسان چي غواړي په راتلونکي کال کي د افغانستان جمهوري رياست ته خپل ځان کانديد کړي نومونه ثبت کړي. د ټاکنو په کمېسيون کي د کانديدانو د نوم لیکني د ځنډ اصلي دليل د لومړي او دوهم مرستيال غوره کول دي.

عبدالرب روسول سياف د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۲) د ولسي جرگې له غړيتوب څخه استعفا وکړه. په دفاعي چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار عبدالرحیم وردگ د سه شنبې په ورځ له خپلي دندې پرشا سو. دغه راز د ننگرهار والي گل آغا شېرزي هم استعفا کړې ده. دغو ټولو کسانو په ټاکنو کي د گډون په خاطر له دندو څخه استعفاوي کړي دي.

سياسي څېړونکي وايي چي خلک د «سهامي شرکت» له حکومت څخه ستړي سوي دي او د داسي کانديدانو په تمه دي چي له دقيقو برنامو سره د انتخاباتي سياليو ډگر ته راووځي.

د سياسي چارو کارپوه مير احمد جوينده وايي، داچي تر اوسه پوري د جمهوري رياست د کانديدانو ليست بشپړ سوی نه دی ولي د انتخاباتي رقابتونو له پاره تياری نيول سوی دی.

جوينده وايي هغه کانديدان به بريالي وي چي له ځانه سره ځوانان ولري: «په هغه صورت کي که کانديدان يوازي قومي مشران له ځانه سره ولري نو به هغه آش او هغه کاسه وي چي په تيرو څو کلونو کي تکرار سوي دي.»

ټاکنو ته د خلکو لېوالتيا

په کابل کي عادي خلک د نورو ټاکنو په پرتله راتلونکو ته لېوال ښکاري. د کابل يوشمېر اوسېدونکو له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په ټاکنو کي به گډون وکړي.

يو مجصيل چي خپل نوم وحيدالرحمان ښيي وايي چي افغانان په خپلو رايو سره خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي. هغه وويل داسي کانديد ته به خپله رای ورکړي چي سياسي پوه ولري او وکولای سي افغانستان له فقره څخه وژغوري: «افغانان به هغه چا ته رای ورکړي چي دغه وطن ته خدمد کولای سي. هيله ده چي يو ښه انتخاب به وي.»

خو د کابل يوبل اوسېدونکی پيمان بيا وايي چي ترټولو ښه کانديد هغه دی چي د افغانستان د آبادۍ په فکر کي وي: «موږ غواړو هغه چاته رای ورکړو چي ښه سړی وي هيواد ته خدمت وکړي او د هيواد د راتلونکي په فکر کي وي.»

د روځپاڼو تبصرې

د کابل چاپ ورځپانو هم د ټاکنو په اړه تبصرې کړي دي. «محور» ورځپاڼي لیکلي دي چي د نظار شورا د سياسي څېرو ترمنځ سخت اختلافونه موجود دي او له دوی څخه يو شمېر يې هڅي کوي چي د ارگ له ډلي سره په انتخاباتو کي پيوستون وکړي.

محور ليکلي دي چي د جمعيت اسلامي، حزب اسلامي او حزب وحدت چي اوس د ډاکټر عبدالله ملاتړ کوي په خلکو کي ښه محبوبيت نه لري، ځکه چي دغو گوندونو د کابل په جنگ کي گډون درلود.

«۸صبح» ورځپاڼي لیکلي دي چي د ډاکټر عبدالله په نوم لیکلو سره به د جمهوري رياست ارگ ته نژدې کانديدن هم د انتخاباتو ډگر ته راووځي.

د «۸صبح» د مقالې ليکونو په اند، ډاکټر عبدالله ادعا لري چي د جمعيت اسلامي، حزب اسلامي او حزب وحدت به په ټاکنو کي د ده ملاتړ وکړي خو په عمل کي داسي نه ده او دا چي د دغه گوندونو پياوړي غړي د عبدالله له انتخاباتي ټيم سره مخالف دي.