1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15Ypo

ناټو او افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه ډیر شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې په روان کال کې د مارچ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۱۶ سرتیري وژل شوي او ۵۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي. په عین وخت کې نن د افغانستان د دفاع وزارت خبر ورکړی دئ چې په کاپیسا ولایت کې د جنوري په میاشت کې د څلورو فرانسوي سرتیرو د وژلو په تور ئې یوه افغان عسکر ته د اعدام سزا اورلې ده. د دغه وزرات ویاند ظاهر عظیمي هم دغه خبر تائید کړی دئ.