په افغانستان او پاکستان کې زوروره زلزله شوې
د دوشنبې په ورځ د ۷،۵ درجې په شدت یوې زلزلې افغانستان او پاکستان کې مرگ ژوبله رامنځ ته کړې ده. د زلزلې له کبله د رامنځ ته شوي زیانونه په هکله د پاکستان او هندي کشمېر سيمو ځیني انځورونه دلته لیدلای شئ.
د سوات درې په مینگوره کې یو سړی د رانړیدلي دیوال تر څنگ تیریږي.
د زلزلې له کبله په پیښور کې د بالا حصار کلا ته هم زیان اوښتی دی.
په ایبټ آباد کې د زلزلې له کبله ټپیان شوي کسان د روغتون د باندې تر درملنې لاندې دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې یو ټپي روغتون ته انتقالول کیږي.
که څه هم د زلزلې مرکز د هندوکش د غرونو په لړۍ کې وو، خو آن تر نوي ډهلې پورې هم محسوسه شوې ده. په انځور کې د جمو کشمیر څو تنه ټپیان لیدل کیږي.
د هند تر کشمیر لاندې ولکې کشمیر کې د یوه دولتي روغتون د باندې ټپیان لیدل کیږي.
انځورونه
1 | 6انځورونه