1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان او سوماليا کی تروريستی فعاليتونه زيات او په پاکستان کی دوه چنده شوی دی »

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د چارشنبی په ورځ د آمريکۍ د متحده ايالتونود حکومت له خوا د تروريزم په هکله يوکلنۍ رپوټ خپور شوی او په دغه رپوټ کی د آمریکۍ د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت لیکی چی دتروریزم خطر دکومو هيوادونو او سازمانونو څخه راځی.

https://p.dw.com/p/DsDF
په پاکستان کې د ترورستانو د تربيې يو ځای
په پاکستان کې د ترورستانو د تربيې يو ځایانځور: AP

د دغه رپوټ لنډیز به داوی چی: په 2007 ميلادی کال کی په ټوله نړۍ کی د تروريستی ګوزارونو په شميرکی لږ څه کموالی راغلی خو د تلفاتو په شميرکی بيا ‌زياتوالی لیدل کيږی.

يواځۍ په عراق کی په تيرکال کی 44000 انسانان وژل شوی ، ټپيان شوی اويا تښتول شوی دی چی د نيمايی څخه زيات کسان يی د تروريزم قربانيان بلل کيږی. په تيرکال کی دنورو هيوادونو په پرتله په عراق کی دتروريستی ګوزارونو شمير زښته ډير زيات و .د تروريزم په اړه د آمريکۍ دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارودوزارت درپوټ په استناد ، په تيرکال کی په ټوله نړۍ کی دتروريستی ګوزارونو دقربانيانو په شميرکی دتير کال په پرتله تر 2000 بوری زياتوالی راغلی ، که څه هم دتروريستی ګوزارونو په شميرکی په نړيوله سويه دتيرکال په پرتله کموالی لیدل کیږی. خو داچی ولی د تلفاتو په شميرکی زياتوالی ليدل کيږی د آمریکی د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو په وزارت کی د تروریزم سره د مبارزی دچارو د سروال Dell Dailey په عقيده ښایی يو علت يی دا وی چی د ځانمرګی ګوزارونه زیات شوی.

د ځانمرګۍ ګوزارونه له بده مرغه ډير اغیزمن ګوزارونه دی . ځکه څوک چی له ځانه تير وی هغه هڅه کوی چی مخکی له ځانه هرڅومره ډير چی کولای شی نو کسان له منځه يوسی.

خو بياهم د Dailey په عقیده امن په نړې کی زيات شوی دی، څنګه ؟

د نړې ټول هيوادونه هڅه کوی چی د تروريزم سره د مبارزی په لاره کی قانونی امکانات برابر کړی او تروريستانو سره د مالی مرستو د امکاناتو دله منځه وړلو به لاره کی هڅه کوی په تیره بيا د تورو پيسو د سپينولومخنوی په پراخی پيمانۍ سره کيږی، په ټولو هيوادونو کی امنیتی او څارونکی څانګی هڅه کوی چی د تروريستی سازمانونو فعاليتونه مخکی دعمل څخه شنډ کړی.

خو د دغه ټولو هلو ځلو او فعاليتونو سره سره بياهم د تروريزم خطرونه بيخی له منځه ندی تللی. په داسی حال کی چی په هند، اندونيزيا او نژدی ختيځ کی تروريستی ګوزارونه کوم شوی، په ځینی نورو سیمو لکه افغانستان او سومالیاکی بيا بيرته تروريستی فعاليتونه زیات شوی. يا په باکستان کی حتی سړی ویلای شی چی تروريستی فعالیتونه دوه چنده شوی دی . او دآمريکۍ د متحده ايالتونو په عقیده کيوبا، شمالی کوریا، سودان، سوريه او په تيره بیا ايران هغه هیوادونه دی چی دوی دتروريستانو ملاتړ کوی.

د Dailey په عقيده په اروپا کی د تروريستی فعاليتونو لمن ډيره پراختيا موندلۍ ، خو اوروپایی هیوادونه ددی توانمندی لری چی د تروریسم سره مبارزه به بريالیتوب سره پرمخ بوزی. که څه هم د ختيځۍ اروپا هيوادونه د تروريزم سره په مبارزه کی حینۍ نيمګړتیاوی لری خو بيا هم هڅه کوی چی د دوی سيمۍ د تروريستانو د پاره د امن او تيښتۍ سیمۍ نه وی.