په افغانستان او ايران کي د ډيري واوري د اوريدو له کبله ډير انسانان وژل سوي دي
۱۳۸۶ دی ۱۹, چهارشنبهاعلان
دغه خبر پرون افغاني مقاماتوورکۍ. ددغه ناورين سره تر ټولو دمخه هرات غور او شينډنډ مخامخ دي.
د هرات د ولايت په يوه ناحیه زنده جان کي د ډيري واوري د کوټي کيدو له امله يو کور ونړيدﺉ، او ټول اته نفره یې مړه سول .
په بادغيس کي د ملګرو ملتو يو کاروان چي د ۲۵۰پوليسو لخوا بدرګه کيږي، د ډيري واوری له امله بند پاته دﺉ .
په همسايه هيواد ايران کي هم د ۴۰کلو راهيسي د تر ټولوډيری يخنۍ او سړو له کبله ۸ نفره وژل سوي دي .
د طبيعي آفاتو د ادارې د معلوماتو پر اساس دغه اته موټر چلونکي په مختلفو ځايو کي يخی سوي دي .
ددغه هيواد په ۱۸ ولايتو کي تقريبآ ۴۰ زره موټروانان د واوري د اوريدو له امله دډيروخت دپاره په واورو کي بند وه .د ايران په لويديز کي د هوا درجه تر منفي ۲۴ درجو پوري راکښته سويده .