1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افریقا کي ولي صحرايي محکمې جوړيږي؟

کريننگا تيريسا/ ق.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

په ځينو افريقايي هيوادونو کي پر پوليسو د نه اعتماد په سبب خلک صحرايي محکمې جوړوي. که دوی يو غل يا مجرم گير کړي په ډبرو ئې ولي او یا تر مرگه پوري يې وهي.

https://p.dw.com/p/1IikW
انځور: Getty Images/AFP/A. Vincento

په۲۰۱۱م کال کي د کینیا پولیسو په اول وار صحرايي محکمې د خپلو جنايي ارقامو په کټگورۍ (درجه بندی) کي شاملي کړې او په یوه کال کي یې ۵۴۳ قتلونه درج کړل.

په یوگندا کی په ۲۰۱۴م کال کي ۵۸۲ انسانان ددغه ډول پرخپل سر محکمو قربانیان سول. په ملاوي کي د ملگرو ملتونو د معلوماتو پراساس په تیرو میاشتو کي ۱۶ انسانان په دغه ډول سره وژل سوي دي.

په جنوبي افريقاکي هغه ته د «امیل ورپرغاړه کیدل» ویل کیږي. په داسي ډول کله چي قهرجن خلگ یو شکمن مجرم گیرکړي، بیا نو په تيلو وهل سوی یو ټیر ور په غاړه کړي. تر هغه وخته پوري چي دی پخپله ژوندی سوځي. دغه ډول پيښي هر کال څو واره رامنځته کیږي.حتی سیاستوال هم ددغه ډول حملو او په خپل سر محکمو څخه په امان پاته نه دي.

د روان کال په اپريل مياشت کي د نایجریا پایتخت ابوجه په یوه مارکیټ کي د پارلمان پر وکیل بوکالو ساراکي باندي یوې قهرجني ډلي حمله وکړه. خلگو د هغه کالي څیري او پر هغه باندي یې خراب او بې حُرمته شعارونه ولیکل. پر ده باندي د حملې دلیل، په غير قانوني توگه سره د پيسو پيدا کولو تور وو.

ډله ایزي سزاوي د ټولنیز گډ احساس سبب گرزي

داچي ولي عادي خلک سمدلاسه په مجرمانو باندي بدليږي، د جنوبي افريقا د کاپسټد پوهنتون د جنايي مسایلو کارپوهه گایل سوپر، یې علت ټولنيزي ستونزي او د بې وزلو او شتمنو ترمنځ د توپير ډیریدل بولي: «دا چي غریبو ناحیو او پر خپل سر جوړ سوو غیر منظمو استوگنځایونو کي چي غلاوي او چور و چپاول د خلگو ژوند له سخت خطر سره مخامخ کوي، نو پر خپل سر صحرايي محکمې ډیريږي. سړی باید دا هم هیره نه کړي چي ډله ایزي جزاوي،ټولنیز گډ احساس تقویه کوي.»

په افریقايي هيوادونو کي ډیر انسانان تر خپلو پولیسو، صحرايی محکمې له جرمونو سره د مبارزې ډیره ښه وسیله گڼي، ځکه په ډیرو هيوادو کي پولیس نه یوازي په اداري فساد کي ډوب دي، بلکي د پرسونل سخت کمښت هم لري.