1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې نرښځیان خپل مسجد جوړوي

۱۳۹۵ آذر ۳, چهارشنبه

د اسلام آباد په یوه اطرافي سیمه کې نر ښځیانو د یوه مسجد د جوړولو چارې پېل کړي دي. دغه مسجد به پر یوه وخت د زرو تنو ځای ولري. نر ښځیان وایي چې په ټولنه کې له دوی سره سم چلن نه کیږي.

https://p.dw.com/p/2T6BD
Pakistan Islamabad Transgender Moschee
انځور: DW/A. Sattar

په اسلام آباد کې د دغه مسجد د چارو مسئول ندیم کشش، د دویچه ویله د اردو څانگې له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «زموږ په ناحیه نور پور شاهان او محله ججال، کې شا او خوا ۱۵۰کورونه دي خو یو مسجد هم نه شته. له دې کبله شپږ میاشتې وړاندې موږ د دغه مسجد د جوړولو پریکړه وکړه. زموږ په سیمه کې پاخه کورونه نه شته او د سیمې اوسیدونکو ۵۰۰ متر مربع ځمکه مسجد ته ځانگړې کړې.»

د ندیم کشش، په وینا د مسجد نوم به «رحمت العالمین» وي او پر ساختماني چارو یې تر اوسه ۷۵۰ زره کلدارې لگښت راغلی دی: «موږ چې کله د مسجد د جوړولو له پاره مرستې راټولولې، نو پولیسو تنگولو. پولیسو ویل چې دا مسجد راجستر شوی نه دی. خو پوښتنه دا ده چې زموږه ټوله ناحیه راجستر نه ده. په اسلام آباد کې داسې ناحیې شته چې راجستر شوي نه دي او یا هم غیر قانوني ودانۍ پکښې جوړې شوي دي، خو مسجدونه هلته هم شته.»

د دغه مسجد د جوړولو د اړتیا په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ندیم کشش وویل: «په اسلام آباد کې شا او خوا ۲۷۰۰ نرښځیان اوسیږي. د مسجد د نه شتون له کبله نرښځیان په پټه لمونځ کوي. د جمعې په ورځ ځینې نرښځیان عمامه پر سروي او مخ هم په دستمال پټوي چې څوک یې و نه پیژني.»

ندیم کشش په خبره «نه د ناحیې کوم مولوي دوی ته قران ورښيي او نه په دغه ځای کې کومه ښځه دوی ته د قران په ورزده کولو راضي کیږي.» هغه ویلي دی چې شیعه مذهبه نرښځیان د لمونځ کولو او یا په کوم مجلس کې د گډون له کبله هیڅ ستونزه نه لري. خو سني مذهبه نرښځیان په جوماتونو کې له ستونزو سره مخامخ کیږي. خلک پرې ملنډې وهي او په عجیبه نظر ورته گوري.

ندیم وایي چې دی په دې باور دی چې د سیمي خلک دوی پیژني او څوک به یې په دې مسجد کې له لمونځ کولو نه راگرځوي. هغه زیاتوي که څه هم دغه مسجد دوی جوړوي، خو د دې دا معنی نه ده چې دا به یوازې د دوی له پاره وي: «موږ هیڅوک دلته له راتلو څخه نه منع کوو.»

ندیم کشش وویل چې ټولنې نرښځیان یوازې پريښي دي: «موږ ته یوازې سندرې او نڅا، خیرات غوښتل او بد لمني را پاته ده. ښایسته نرښځیان د سندرو او نڅا لور ته مخه کوي او زاړه نرښځیان بیا په خیرات غوښتلو باندې خپله گوزاره کوي او کله چې یو تن مړ کیږي نو مولویان یې په مسجد کې د اعلان کولو له پاره چمتو نه وي او نه مو څوک د جنازې لمونځ کوي. بیا په ټولنه کې داسې خبري هم کیږي چې هیچا د نرښځیانو جنازه نه ده لیدلې.»

ندیم کشش وایي چې د دوی په آند ښایي په آسانۍ سره به ملا او موذن ومومي. هغه زیاتوي که څوک یې و نه موند نو بیا د دوی په برادرۍ کې هم داسې کسان شته چې له دین څخه آگاه دي.

عبدالستار، اسلام آباد