په اسلام آباد کې د موسیقۍ میله
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اپریل میاشتې له ۱۷مې نیټې څخه تر ۱۹مې نیټې پورې د رقص او موسیقۍ درې ورځنۍ میله ترسه شوه چې پکې د دغه هیواد نامتو هنرمندانوگډون وکړ.
په دغه مېله کې د «پپو سائیں» په نوم د موسیقۍ صوفي ډلي د ډول په تال دودیزه نڅا وړاندي کړه. په دغه مېلې سره هنرمندان غواړي چې د موسیقۍ صنعت ورپیښو ستونزو ته کتنه وکړي او دغه صنعت ته د یوه بشپړ صنعت د درجې ورکولو له پاره هڅې وکړي.
د پاکستان د چولستان سیمې سندرغاړي کرشن لال بهیل، هم موسیقي وړاندې کړه. د اسلام آباد میشتو ډیرو اوسیدونکو له پاره دغسې یوه ننداره ډیره په زړه پوري وه.
د چولستان، د هنرمند کرشن لا بهیل، د سندرو پر مهال د يادي سیمي ښځو هنرمندانو ځایي نڅا هم وړاندي کړه. اټکل کیږي چې د وخت په تیریدو سره به په اسلام آباد کې دغي مېلې ته یو ځانگړی مقام ورکړل شي.
د میلې په دوهم ماښام یو هنرمند خپل هنر وړاندي کوي. اوس د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د دغسي میلو د جوړولو په هکله فکر کیږي.
مشهور پنجابي محلي سندرغاړي فضل جټ، هم په دغه میله کې خپل هنر وړاندې کړ. د دغي مېلې یوه موخه د موسیقۍ په واسطه د خلکو تر منځ فاصلې راکمول دي.
سندرغاړي شهریار مرزا، د خپلې انگلیسي سندرې په واسطه د خلکو زړونه وگټل. دغې میلې ته خلک په بلنلیکونو سره رابلل شوي ول.
که له یوه اړخه په دغه میله کې سندرغاړو او هنرمندانو خپل هنر وړاندي کړ، نو له بله اړخه پکښې دغه ډول د اور لوبې هم نندارې ته وړاندې کړل شوې.
که څه هم سندرغاړي اریب اظهر، په دغه مېله کې خپل هنر وړاندي کړ، خو له دې سره سره هغه د دغې میلې له منتظمینو څخه وو. په دغه مېله کې ډیرو بهرنیانو هم گډون کړی وو.
په اسلام آباد کې د امریکا سفارت یو استازی د نندارچیانو څخه مننه کوي چې په دومره ډیر شمیر کې یې په دغه میله کې گډون کړی. دا لومړی وار نه دی چې د متحدو ایالاتو سفارت د موسیقې له دغسي یوې مېلې سره مرسته کوي.
په دغه میله کې د شمالي وزیرستان پښتون سندرغاړي شان خان، هم گډون کړی وو او یو شمیر پښتو سندري یې وویلې. د میلې ډیر گډونوال ځایي زده کوونکي ول.
دریځ ته د مېلمنو د رابللو چاري یوي مشهورې نطاقې فرح او خالد بټ، پر مخ وړلې. دغې میلې د نوي، محلي او صوفي موسیقۍ هنرمندانو تر منځ د ناستي او موسیقۍ پر موضوع باندي د بحثونو د تر سره کولو موقع هم برابره کړه.
ډیرو ځوانو نندارچیانو له دغې میلې څخه خوند واخیست. یو شمیر ځوانانو ویل چې دغسې کنسرتونه یا په کراچۍ کې تر سره کیږي او یا هم په لاهور کې نه په اسلام آباد کې.
په دغه مېله کې د اسلام آباد یوه هنرمند شمعون اسماعیل هم خپل هنر وړاندي کړ. دغه کنسرت یا مېله «پاکستان نیشنل کونسل آف دي آرټس» کې تر سره شوه.
د وزیرستان د قبایلي سیمې سندرغاړي مسعود کمال هم خپل هنر وړاندې کړ. دغه درې ورځنۍ میله د هنر کلتور او تعلیم له پاره بنسټ نومې ادارې یا FACE د PUAN سازمان سره په گډه جوړه کړې وه.
د اپریل له ۱۷ څخه تر ۱۹ نیټې پورې ډیرو مینه والو د پاکستان د بیلابیلو سیمو سندرغاړو د موسیقۍ د اوریدلو له پاره دغي مېلې ته ورغلي ول.