په اسلام آباد کې د امریکا پر ضد مظاهره وشوه
۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبهپه دې ترڅ کې په پاکستان د شاوخوا ۴۰ اسلامپالو ډلو یو اتحاد چې د «دفاع پاکستان» په نوم یادیږي د امریکا پر ضد شعارونه ورکړل. په دغه ائتلاف کې ځینې داسې ډلې هم غړیتوب لري چې د پاکستان او د نورو هیوادونو له خوا په تور لست کې شامل شوي دي.
د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي الله بخش، وویل چې په دغه لاریون کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو گډون کړی وو، خو عینې شاهدان بیا وایي چې د لاریون کوونکو شمیره ۳۵۰۰ کسانو ته رسیده. د لاریون پر وخت په سلهاوو پولیس د تیارسئ په حالت کې په سیمه کې موجود ول.
د جمیعت علماې اسلام مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو ډیر شمیر مشران د هغه په مدرسه کې روزل شوي دي د د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ نن دلته راټول شوي یو چې په پاکستان کې د امریکا د لاسوهنې پر وړاندې خپل آواز پورته کړو.»
په دغه لاریون کې د پاکستان د استخباراتي شبکې پخواني مشر جنرال حمید گل، هم گډون درلود. هغه هم د دفاع پاکستان د ائتلاف غړی دئ. په دې ائتلاف کې د حمید گل غړیتوب داسې پوښتنې رامنځ ته کوي چې د پاکستان پوځ له دغه ائتلاف څخه د پاکستان پر ملکي حکومت د فشار اچولو په موخه او د پاکستان او امریکا د ملگریتوب پر ضد کار اخلي.
سمیع الحق زیاته کړه چې هغوی د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ د پاکستان د پولو د احتمالي پرانیستلو او په دغه هیواد کې د هندوستان او امریکا د لاسوهنو پر ضد راټول شوي دي.
هغه د امریکا د سنا د یوه غړي له خوا د بلوچستان په اړه خپرې شوې اعلامیې ته په اشاره کولو سره وویل چې امریکا غواړي پاکستان په څو ټوټو وویشي.
د امریکا او پاکستان تر منځ ملگرتیا اوس په دغه هیواد کې د عامو خلکو ملاتړ نه لري. د امریکا او د پاکستان د حکومتونو اړیکې هم په وروستیو کې د بل هر وخت په پرتله ډیرې خړې شوې دي.
جنرال حمید گل لاریون کوونکو ته په وینا کې وویل چې د پاکستان مشرانو د متحده ایالاتو د متحدینو په توگه په وروستیو کلونو کې د پاکستان د خلکو وینې توی کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دا د پاکستان جگړه نه ده. هغه وویل چې د پاکستان ملت به د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندې د پاکستان د پولې بیا پرانیستلو ته اجازه ور نه کړي. حمید گل وویل چې که د پاکستان واکمنان د متحده ایالاتو ملگرتیا وکړي نو د پاکستان ملت به ئې پر وړاندې ودریږي.
په شعارونو کې همداراز د امریکا د بې پیلوټه الوتکو عملیات هم وغندل شول. لاریونکونکو د ناټو او امریکا پر ضد لوی شعارونه له ځان سره لیږدول.
مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض