1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کي د هرات پخوانی والي تښتول سوی

۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي دي چي د افغانستان د هرات ولايت پخوانی والي د دغه هيواد په مرکز اسلام آباد کي ناپيژندو کسانو تښتولی دئ. د دغه يرغمل نیوني مسئوليت تراوسه پوري چا منلی نه دئ.

https://p.dw.com/p/1Hup2
انځور: DW/Shakoor Raheem

د پاکستان پوليسو د شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروي ۱۳مه) د فرانسې خبري آژنس ته ويلي دي چي سيد فضل الله واحدي د جمعې په ورځ ماښام مهال تښتول سوی دئ.

ويل سوي دي چي واحدي د اسلام آباد په داسي يوه سیمه کي تښتول سوی دئ چي هلته سياستوال او بيروکراتان اوسيږي او امنيتي پيښي ډېري لږ رامنځ ته کيږي.

په اسلام آباد کي يوه پوليس د نوم د نه ښوولو په شرط فرانسې خبري آژنس ته ويلي دي چي واحدي له خپل لمسي سره د جمعې په ورځ ماښام په دغه سيمي کي يوه رستورانت ته روان وو او نامعلومو کسانو تښتولی دئ.

پوليسو ويلي دي چي د هغه لمسي په سیمه کي د پوليسو مرکز ته د نامعلومو کسانو له خوا د خپل نېکه د تښتولو خبر ورکړی دئ او ويلي ئې دي چي واحدي اسلام آباد کي ته بريتانيا ته د ويزې اخيستلو له پاره راغلی وو.

د اسلام آباد د پوليسو وياند ضياالقمر، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د افغانستان د يوه پخواني والي د تښتوني قضيه ثبت کړې ده او اوس پلټني رواني دي.»

د دغي تښتوني مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي نه دی منلی.