په اسلامي نړۍ کې لوی اختر ولمانځل شو
۱۳۹۲ مهر ۲۳, سهشنبهد سعودي عربستان د چارواکو د وینا له مخې سږ کال د حج په مراسمو کې د نړۍ ۱.۵ میلیونه مسلمانانو ګډون کړی دی. د حج ستر مراسم په مکه، عرفات او منی کې تر سره کیږي.
د دوشنبې په ورځ د عرفات په غوڼډۍ کې له سهار تر ماښام پورې له هستوګنی څخه وروسته حاجیان د منی ګاونډې بیدیا، مذدلفه کې پرون شبه تیره کړه چیرې چې هغوی د جمراتو یا په سبمولیکه توګه د شیطان ویشتلو د مراسمو له پاره کوچنۍ تیږې راټولې کړې. د جمراتو مراسم د لوی اختر تر لمانځه او قرباني وروسته د منی په سیمه کې ترسره کیږي.
که څه هم سږ کال د حج د مراسمو گډوانوال د تیر کال په پرته کم دي خو بیا هم د لوی اختر تر لمانځه وروسته په منی کې چې له مکې معظمې څخه لږ لیرې پرته ده، په تیږو د شيطان د ویشتلو پر مهال دغه سیمه د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه له راغلو مسلمانانو ډکه وه.
د مسلمانانو د عقایدو له مخې دغه مراسم په درې ځایونو کې چی شیطان په کې ظاهر شوی وو او غوښتل یې د خدای پیغامبر حضرت ابراهیم د خپل زوی له قرباني کولو څخه راوگرځوي، تر سره کیږي.
سږ کال د حج په مراسمو کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه مسلمانانو گډون کړی دی، دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د حاجیانو شمیر ۳.۲ میلیونو ته رسیده.
که څه هم تر دې مخکې په تیږو د شیطان د ویشتلو په مراسمو کې د گڼه گوڼې او اور اخیستنې له کبله ناوړه پېښې رامنځ ته شوې دي، خو په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان چارواکو په مراسمو کې لا ډیر تدابیر نیولي دي چې د ناوړه پیښو مخه ونیسي.
تیر کال سعودي عربستان پریکړه وکړه چې د بهرنیو حاجیانو شمیر ۲۵ سلنه او د کورنیو حاجیانو شمیر ۵۰ سلنه راټیټ کړي ترڅو د مسلمانانو دغه مراسم په لا منظم ډول پر مخ یوړل شي.