1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسراييلو کښي به ډير ژر نوی حکومت جوړ شی

۱۳۸۷ مهر ۲۳, سه‌شنبه

څيپي ليونی د اسرايلو د صدارت د مقام د نيولو پخاطر لمړنۍ مانع ليري کړه او د اسرايلو د کارګر ګوند د مشر او دفاع د وزير اهود بارک سره يې د ايتلافي حکومت د جوړولوپر سر موافقه امضأ کړه.

https://p.dw.com/p/FZ9G
کيدای شی څيپي ليونی Tzipi Livni د اسراييلو د نوی صدراعظمي په حيث تعينه شیانځور: AP

ليونی، بارک ته پرون شپه ددغې موافقې جزييات ورکړي وه، چه بارک پر هغه باندي تر څو ساعتو، او لږو تغيراتو وروسته خپله موافقه څرګنده کړه.

اسراييلي رسنيو په متفق ډول سره خبر ورکړی دی، چه په نوې کابينه کي به اهود بارک ډيره مهمه چوکۍ تر لاسه کي، او دی به د ليونی د مرستيال په حيث تعين سي. همدارنګه به دی د سوريې سره په راتلونکو خبرو او موافقو کي سهم ولري. خو د ها آريتس د ورځپاڼي په حواله د کارګر ګوندپه نوې کابينه کښي لکه څنګه چه ددوی غوښتنه وه، هر څه پلاس ندي راوړي.

ليکن څيپي ليونی د کارګر دګوندپر اييتلاف سربيره، نورو اييتلافي ګوندو او ملګرو ته هم ضرورت لري، تر څو د اسراييلوپه پارلمان-کنېسيت کښي د نوي صدراعظمي په حيث ومنل شي.

Ehud Barak
په نوې کابينه کي به اهود بارک ډيره مهمه چوکۍ تر لاسه کيانځور: AP

ليونی اوس کوښښ کوي چه د شازShas د سخت دريزه مذهبي ګوند سره چه پخوا هم د اولمرت په کابينه کي شامل ؤ، د اييتلاف په باب خبري وکي. د دې لپاره چه د شازShas د ګوند غوښتني ته چه د ډيرو کوچنيانو درلودونکو کورنيو سره مالي کومک وسي ، دې جواب ويلی وي، نو ليونی پخوا لا په بودجه کي د 100 مليونو ايرو د لوړيدو اعلام کړی دی.

څيپي ليونی وايی چه د اسراييلو عامه ذهنيت د ټولو طرفوڅخه غواړي چه ژر تر ژره نوی حکومت جوړشي. دې وويل:

«په اوسني وخت کي د اسرايلي دولت او د هغو د خلګو په خاطر پر پراخو اجتماعي اساساتو باندي ولاړ د يوه حکومت جوړول تر ټولو يو ښه قدم دی. زه پوهيږم چه د اسرايلو عامه ذهنيت به هغه څوک ونه بخښي، چه غواړي پارلمان منحل، او د اسرايلو خلګ نوو انتخاباتو ته مجبوره کي».