1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ انسانان ووژل

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د ترکیې د پلازمینې استانبول په مرکز کې د پولیسو پر یوه سریویس باندې چاودنه شوې ده. په پیښه کې لږ تر لږه د ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1J1iC
انځور: Reuters/O. Orsal

د ترکيې په استانبول کې د پولیسو پر یوه موټر باندې چاودنه شوې ده چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۱ انسانان وژل سوي دي. د استانبول والي ويلي چي لږ تر لږه ۳۶ انسانان ژوبل سوي هم دي.

د وروستيو خبرونو له مخي په وژل سوو کي ۷ پوليس او نور ولسي کسان دي. ترکي دولتي TRT تلویزیون خبر ورکړی چې چاودنه د یوه ریموت کنترول بم په واسطه رامنځ ته شوې ده. د دغه تلویزیون په خبره چاودنه په بیازیت سیمه کې پر هغه موټر باندې شوې ده چې پولیس یې خپل د دندې ځای ته رسول.

په لومړي سر کي ترکي رسنیو خبر ورکړی ؤ چې په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه اته نه نور یې ټپیان کړي دي چې په کې لږ تر لږه د پولیسو پنځه افسران هم شامل دي. خو وروسته دغه شمېرې جګي کړل سوې او بيره سته چي ښايي د تلفاتو شمېر د ژوبل سوو کسانو له کبله لا زيات سي.

ترکي رسنيو خبر ورکړی چې تر چاودنې وروسته څو امبولانسونه سیمې ته رسیدلې دي. د سیمې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د چاودنې له کبله د پلورنځایونو ښیښې هم ماتې شوې دي.

چاودنه ویزیسیلر تمځای ته نزدې رامنځ ته شوط ده چې د استانبول په مرکز کې پروت دی. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.