1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې په تر۲۰۰ډیرو ژبو خبرې کیږي

آژانسونه/ناصر۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبه

تر ټولو دوهم کوچني براعظم اروپا کې په تر ۲۰۰ ډیرو ژبو خبرې کیږي. په دغه لویه وچه کې چې د ټولې نړۍ د نفوس ۱۱ سلنه برخه په کښې مېشته ده، د تیرې شنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې۲۶) د اروپایې ژبو ورځ ولمانځل شوه.

https://p.dw.com/p/1GeDU
Buchstaben Suppe Teller
انځور: Fotolia/Yantra

اروپا په مجموع کې تر۱۰ میلیونه کیلومتره مربع ډیر مساحت لري او د اروپایې اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو په شمول ټوله اروپا ۷۵۰ میلیونه نفوس لري. د آلمان خبري آژانس(ډي. پې. ای) د اروپایې ژبو د کلنۍ ورځې د لمانځل کیدو په مناسبت لیکلي دي چې په مجموع کې په ټوله اروپا کې په تر دوو سوو ډیرو رسمي او غیرې رسمي ژبو خبرې کیږي.

په ۴۵ اروپایې هیوادونو کې د اروپایې ژبو د کلنۍ ورځې په مناسبت محفلونه جوړ شوې ول. د اروپایې اتحادیې په ۲۸ غړو هیوادونو کې ۲۴ رسمي ژبې دي، په داسې حال کې چې په همدغو هیوادونو کې ۶۰ نورې داسې ژبې موجودې دي چې په مخصوصو سیمو کې مختلف نسلي اقلیتونه پرې خبرې کوي.

که چیرې یوازې په آلمان کې د ژبو په هکله خبرې وشي، نو د دغه هیواد رسمي ژبه آلماني یاDeutsch ده، خو په غیرې رسمو ژبو کې Niederdeutsch یا ټیټه آلماني او هغه ژبې چې د اقلیتونو له خوا پرې خبرې کیږي. ډینش،شمالي فریزیئن، زاتر فریزیئن، زوربِش او رومانِیس(Romanes) ژبې شاملې دي.

Deutschland Saterfriesisch Unterricht
انځور: picture-alliance/dpa/I. Wagner

د اروپایې ژبو د کلنۍ ورځې د لمانځل کیدو سلسله د ۲۰۰۱ کال په ۲۶ نیټه پیل شوې وه. نن هم د ټولې اروپا په کچه په دې اړه د ځانگړي محفلونو په ترڅ کې هغو اروپایې ژبو ته د خلکو پام را واړول کیږي چې د ورکیدو او یا لمنځه تلو له گواښ سره مخامخ دي. د دې ترڅنگ د دغو محفلونو له لارې هڅه کې په عام خلکو کې د مروجو ژبو قدرداني وشي.

۴۵ راوپایې هیوادونه دغه ورځ لمانځي. تیره ورځ په دغو هیوادونو کې په دې اړه نه یوازې دا چې په سلگونه معلوماتي پروگرامونه جوړ شوې ول، بلکې د سیمه ییزو او اطرفي ژبو د درناوي په موخه د ولسي میلو بندوبس هم شوې وو.

بل لور ته په اروپا کې د آلماني ژبې له زده کړې سره لیوالتیا هم مخ پر ډیریدو ده. د اروپایې هیوادونو له جملې څخه هغه هیواد چې تر ټولو ډیر د آلماني ژبې زده کړه په کښې ترسره کیږي پولینډ دی.

په دغه هیواد کې نږدې ۲۳۰ زره کسان د آلماني ژبې پر زده کړه بوخت دي. په روسیه کې د آلمانې ژبې له زده کړې سره لیوالتیا کمه شوې ده. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کال کې ۲،۳ میلیونه روسانو آلماني ژبه زده کوله، اوس دغه رقم ۱،۵ میلیونو ته را ټیټ شوې دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې د اروپا په کچه ۹،۴ میلیونه اروپایان آلماني ژبه زده کوي.