په اروپا کې د اورګاډو تر ټولو ښکلي ۷ ستېشنونه
اروپايان په ډېره لېوالتيا سره په اورګاډو کي سفر کوي. په اروپا کي د اورګاډو ډېر ښکلي ستېشنونه سته چي د آلمان ږغ دويچه وېله د فيسبوک پاڼي خوښونکو پکښي ۷ تر ټولو ښکلي غوره کړي دي.
د بلجيم تر ټولو ښکلی ستېشن یا تم ځای
ويل کيږي چي د بلجيم د انتوېرپ د اورګاډو سټېشن د اروپا د تر ټولو ښکلو ستېشونونو څخه يو دی. دغه ستېشن په ۲۰۰۹ کال د امريکايي اونيزي مجلې نيوز ويک د نړۍ د تر ټولو ښکلي ستېشنونو په سيالۍ کي څلورم ځای خپل کړی وو. دغه ستېشن د ۱۸۹۵م او ۱۹۰۵م کلونو منځ کې جوړ کړل سوی دی.
هغه ستېشن چي زياته ښيښه پکښي کارول سوې ده
د برلين د اورګاډو مرکزي ستېشن د انتوېرپ له ستېشن سره زيات توپير لري. په ۲۰۰۵م کال جوړ سوی دغه ستېشن تر زياتي کچي له ښېښې څخه جوړ سوی دی. دغه ستېشن د برلين د لېرتر په نوم سيمه کي جوړ سوی دی کومه چي د دويمي نړیوالې جګړې پر وخت سخته زيانمنه سوې وه. که څه هم دغه سنېشن د آلمان د پلازمېني مرکزي سنېشن دی، خو بيا هم د آلمان تر ټولو مصروفه ستېشن نه دی.
د آلمان تر ټولو زيات مصروفه ستېشن
د آلمان تر ټولو زيات ګڼه ګوڼه لرونکی او مصروف ستېشن د هامبورګ د اورگاډو مرکزي ستېشن دی. دغه ستېشن ته هره ورځ تقريبا ۴۵۰ زره انسانان ورځي چي په دې توګه دغه ستېشن په اروپا کي د زيات مصروفيت له کبله دویم لوی ستېشن دی. دغه ستېشن د ډنمارک هيواد او مرکزي اروپا سره نښلوي او سړی کولای شي د هامبورګ څخه کوپنهاګن ته په تېزرفتار اورګاډي کي سفر وکړي.
هغه ستېشن چي لویې وچي سره نښلوي
د پاريس ګار دو نورد، د اروپا تر ټولو زيات مصروف د اورګاډو ستېشن دی. دغه ستېشن هر کال د شا او خوا ۱۹۰ میليونو انسانانو له خوا کارول کيږي چي د جاپان وروسته دغه ستېشن په ټوله نړۍ کي تر ټولو زيات مصروف ستېشن هم دی. د دغه ستېشن څخه سړی په مستقيمه توګه بلجيم، آلمان، هالند او بريتانيې ته سفر کولای سي.
د تونل بل لور ته بیول
په پاريس کي د اروپا د تر ټولو زيات مصروف ریل ستېشن څخه سړی د اروپا اقتصادي مرکز لندن ته سفر کولای سي. د لندن د سېنټ پانکراس ستېشن په ۱۸۶۸م کال پرانستل سو خو د هغې پر نوې بڼه په سلونو میلیونه ډالره مصرف سوي دي.
د ختيځ پر لور
د بوداپست لوېديځ ستېشن د آيفل کمپنۍ له خوا جوړ سوی دی. نوموړې کمپنۍ د پاريس آيفل برج هم جوړ کړی دی. دغه ستېشن د هنګري هيواد لخ درو مرکزي ستېشنونو څخه يو دی.
د کرويشيا په زړه کي
زاغرب ګلاوني کولودور، د کرويشيا د پلازمېني زاغرب مرکزي ستېشن دی. دغه ستېشن د کروشیا په پلازمینه کې تر ټولو لوی ستېشن دی، چې د لومړي ځل له پاره په ۱۸۹۲م کال کې پرانېستل سو.