په اروپا کې جالبي دودیزي مېلې
په اروپا کې ډيري عجبي مېلې او جشنونه لمانځل کیږي. د بیلګې په توګه په آلمان کې په اپریل میاشت کې د والپرګس نخت «Walpurgisnacht» مېله د دغه ډول جالبو او په زړه پورې مېلو څخه یوه ده.
«لاتوماتینا» هسپانیا
په دې دودیزه مېله کې انسانان څو ټنه رومیان یو پر بل اوروي. دغه میله چې د هسپانیا په جنوب کې لمانځل کیږي، له نژدې ټولي نړۍ څخه ځوانان ورروان وي. سږ کال به دغه میله د اګست پر ۳۱ جوړه شي.
آلمان: والپرګس نخت
د والپرګس نخت میله «Walpurgisnacht» د اپریل پر ۳۰ د آلمان په «هارز» کې لمانځل کیږي. په دې شپه ښځې د بلاو په ډول ځان جوړوي، اور بلوي او له شیطان سره ناڅي. دغه دود د «هارز» په غرونو کې له۱۷ مې يیړۍ راهیسې موجود دی. د ټولې نړۍ څخه ډیر خلک هر کال د شیشکو او بلاګانو د نڅا کتلو له پاره دې سیمې ته راڅي.
د خیالي ګیتار نړیواله مسابقه
فنلند له ۱۹۹۶م کال راهیسې هر کال د هوايي یا خیالي ګیتار نړیوالې سیالۍ کوربه وي. د دې مسابقې په لیدو داسې معلومیږي چې د موسیقۍ څخه د خوند اخیستو له پاره سړی اصلي ګیتار ته اړتیا نه لري. دې مسابقه کې هنرمند یوه دقیقه وخت لري څو د خپلو ګوتو او بدن په حرکاتو سره د ژورې هیئت زړه په لاس راوړي. په دې کې د هنرمند لباس ته ډير اهمیت ورکول کیږي.
لیمو دې ژوندی وي
په فرانسه کې هر کال له دې نعرې سره د لیموګانو مېله پيلیږي. په دې مېله کې د سلو ټنو لیموګانو څخه بیلا بیل ډول مجسمې جوړیږي. دا مېله له ۱۹۲۹م کال راهیسې هر کال هغه وخت چې په مینتن سیمه د لیموګانو کښت ریکارډ لوړې کچې ته رسیدلې وو، لمانځل کیږي.
چیز رولنګ
د بریتانیا په دې دودیزه لوبه کې د پنیر یو څرخ د یوه مخ ځوړي کولول کیږي او په مسابقه کې شریک کسان دا تعقیبوي. زیاتره وخت د دغه څرخ سرعت په ساعت کې ۱۰۰ کلومیترو ته رسیږي او هیڅوک یې هم نه شي رانیولای. په دې صورت کې بیا هغه تن ګټونکی وي چې د پنیر د څرخ وروسته لومړی د لوبې د ختم له مزې واوړي. دا لوبه د برېتانیا د ګلاستر شټاین د سیمې پيژنګلوي کوي.
د سکاتلند د ونو پورته کولو مېله یا «هايي ګیمز»
په دې لوبه کې د ونو درنې تنې او د ډبرو د پورته کولو سیالي وي. سربیره پر دې د «بیګ پایپ» په نامه پر یوه آله موسیقي هم غږولای شي. د لوبو په ترڅ کې سړي د سکاتلند عنعنوي جامې اغوندي. اوس په ټوله نړۍ کې دغه مسابقې کيږي خو تر ټولو مشهوره یې په دسمبر میاشت کې د سکاتلند په بریمر ګلي کې وي.
لامرسي فیستیوال
هسپانیا د جالبو او په زړه پورو مېلو په برخه کې ځانګړی شهرت لري. په بارسلونا کې هر کال د کاتالونیا د سیمې تر ټولو ستره جاده يي جشن لمانځل کیږی. په دې کې د انساني منار جوړولو په زړه پورې مسابقه هم کیږي. په دې ترڅ کې مداریان چې یو ډول لباس یې اغوستې وي، یو د بل پر اوږو دریږي او د یوه منار د جوړولو هڅه کوي. دا دودیزه جشن له ۱۸ مي پيړۍ راهیسې لمانځل کیږي.
د لاسي بکس غورځولو مسابقه
په آلمان کې د مېرمنو د لاسي بکس د ګوزارولو فیستیوال په بوتروپ ښار کې لمانځل کیږي. دې ته د «handbag long distance thowing world championship » یا د دسکول د اوږده واټن اچولو نړیواله مسابقه ویل کیږي. په دې لوبه کې ګټونکې هغه وي چې بکس یې نه یوازي لیري اچولی وي، بلکې د اچولو طرز یې هم جلا وي. په دې مسابقه کې د مخ سنګار او بوټونو ته هم ډیر اهمیت ورکول کیږي.
د نارنجگ جنګ
دا جنګ د اېتاليا په شمالي ښار ایوریا کې کیږي. د دې مېلې تړاو د منځني قرن د وخت د یوه انقلاب سره دی. د دې مېلې په ترڅ کې په موټرو کې سپاره ټیمونه پر سړکونو پر ولاړو خلکو نارنجکان اوروي. سیلانیان هم په دې کې ګډون کولای شي خو دا لوبه د کمزورو خلکو له پاره نه ده، ځکه چې د دې لوبو پر وخت ډيري کسان ټپيان کیږي.
اېتالیا: خونړی فوټبال
د اېتاليا د فلورینس ښار د سانتا ګروس سیمه هرکال د جنګ میدان وي. دلته د کالسیو ستوریکو یا قدیمی فوټبال مسابقه کیږي چې په دې لوبه کې ګول ته د بال د رسولو په موخه له هري لاري کار اخیستل کیدای شي. خو پر سر د وهلو اجازه نشته. د ۵۰ دقیقو لوبې نتیجه دا وي چې زیاتره لوبغاړي زخمي وي. سږ کال به دغه مسابقه د جون میاشتې پر ۲۰ نیټه وي.