1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د الکولو استعمال ډير سوی دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د رسمي شميرو له مخي آلمان د هغو هيوادونو په کتار کي راځي چي الکولي مشروبات پکښي ډېر کارول کيږي. ويل کيږي چي په دغه هيواد کي ورځ تر بلي د الکولو استعمال ډيريږي.

https://p.dw.com/p/144MM
انځور: picture-alliance/dpa

په هرو درو جرمونو کي چي په دغه هيواد کي ترسره کيږي يو ئې حتماً د الکولو د استعمال له کبله رامنځته شوی وي.

دغه راز په کال کي۲۶ ميليارده او۷۰۰ يورو د هغو ناروغيو په درملنه لګيږي چي د الکولو د استعمال له کبله را منځته شوي وي.

ويل کيږي چي د الکولو د استعمال یو بل لوی لامل، هغه يوازيتوب او ليري والی دئ چي د ښځي او مېړه له جدايي څخه وروسته د کورنۍ د غړو تر منځ راځي.

دغه تريخ حقيقت ته په کتلو سره، د آلمان حکومت له ټولنيزو پروګرامونو، روغتيايي او روحي مرستو او بېلا بېلو لارو څخه په دې لټه کي دئ چي دغي ټولنيزي ستونزي ته د حل يوه لاره پيدا کړي.

خو ددې ټولو سره سره حکومت بياهم نه غواړي د هغو تجارتي اعلانونو او تبليغاتو مخه ونيسي چي د الکولي مشروباتو د خرڅلاو له پاره کارول کيږي.

حکومت وايي چي د الکولو توليدونکي شرکتونه دي په رسنيو کي پخپلو اعلانونو کي د ځوانانو د خونديتوب اصل په پام کي نيسي.

د الکولو د قوانينو له مخي، د لوړي فيصدۍ الکول هغه ځوانان له بازاره څخه رانيولای شي چي عمر ئې اتلس کلنۍ ته رسېدلی وي. تر ۱۶کلنو کم عمره ځوانان يوازي هغه الکول څښلای شي چي فيصدي ئې کمه وي.

خو اوس يوه بله خطرناکه موضوع چي په اروپاکي ځوانان په اخته دي هغه برېښنايي رسنۍ دي، چي د حکومت او ټولنيزو موسسو انديښنې ئې زياتي کړي دي.

څېړونکي وايي په دې لاره کي يوازي د وخت خبره مهم نه ده چي ځوانان ئې د انترنيټ په کارولو سره تيروي، بلکي هغه موضوعگاني چي دوی ئې په انترنيټ کي گوري هغه انديښنې زياتي کړي دي.

د چارو د شمېرو له مخي په آلمان کي شاوخوا ۲۵۰ زره ځوانان د انترنيټ د کارولو په ناروغۍ اخته دي.

که څه هم چي په انترنيټ باندي عادت ته نه د آلمان په دننه او نه هم کوم بل هيواد کي د يوې ناروغۍ په سترگه کتل شوي دي. خو بياهم د انترنيټ له کبله را منځته شوي ناروغۍ د جانبي عوارضو له کبله د را پيدا شوي رواني ناروغۍ په توګه تر درملني لاندي نيول کيږي.

کارپوهان اوس په دې اند دي چي د ورځ په ورځ جرمونو د ډيرېدلو سبب د ځوانانو له خوا په انترنيت کي د خونړيو لوبو ليدل دي.

گرايسلر/ پروين مومند
کتونکی: نجيب الله زیارمل