1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د القاعدې يو ستر پلان شنډ سو

۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبه

د لويديځ استخباراتي ادارو د القاعدي يوه پلان شنډ کړی چي غوښتل يې په برتانيې، فرانسې او آلمان کي مبي ډوله تروريستي حملې تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/PPqV
په برتانيه کي نن ملي امنيت ته د ګواښ د ښودلو درجه ډيره لوړه وه.
په برتانيه کي نن ملي امنيت ته د ګواښ د ښودلو درجه ډيره لوړه وه.انځور: AP

دغه خبر په لومړی سره کي د برتانيې د استخباراتي سرچنو د خولې برتانوي تلويزوين، Sky News، خپور کړی.

د برتانيې نشراتي مؤسسې،BBC، وويل:« په وروستيو کلونو کي دا د القاعدې تر ټولو جدي پلان ؤ» چي مشري يې د پاکستان په قبايلي سيمو کي ددې شبکې فراري مشرانو کوله.»

د متحده ايالاتو تلوزيوني شبکې ABC د امريکايي چارواکو له خولي وويل چي د دغو حملو بل ممکنه هدف د امريکا متحده ايالت ؤ او جمهور ريس بارک اوباما ته د دغه ګواښ په هکله معلومات ورکړل سوي ؤ.

دSky د رپوټ له مخه، د حملو دپاره پلانونه وړاندي سوي ؤ، خو هغو عملي بڼه غوره نه کړه.

په دې وروستيو وختو کي په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د ددغه پلان يو شمير طراحان ووژل سول او پلان ګډوډ سو.

د ‌BBC په رپوټ کي بيا راغلي دي چي د جهاديانو په وسلو سمبالو ټولګيو پلان درلود چي لويديځ اتباع يرغمل ونيسي او په قتل يي ورسوي، کټ مټ هغسي لکه څنګه چي د 2008 کال د نومبر په مياشت کي د هند د موبيی په هوټلونو کي پيښ سول.

د موبيي په حملو کي لس تنو وسلوالو د دري ورځو يرغمل نيونو په ترڅ کي 166 کسان ووژل او څه د پاسه 300 نوريي ټپيان کړل.

په برتانيه کي نن« ملي امنيت ته د ګواښ» د ښودلو درجه «ډيره لوړه» وه، حتي هغي درجې ته ورسيده چي د جنورۍ په مياشت کي رسېدلي وه. معني دا چي د تروريستي حملو خطر ډير زيات دی.

د تروريستي حملو د ګواښونو په لړ کي فرانسه هم د خبرداري په لوړ حالت کي راوستل سوي، خو يو چارواکي يې پرون وويل چي دغه خبرداری د القاعدي د رپوټ ورکړل سوي پلان سره تړاو نه لري.

د برتانيې خبري تلويزيونSKY په خپل رپوټ کي ويلي دي چي اروپا ته دغه جوړ سوی پلان د لويي برتانيې، امريکا د متحده ايالاتو او فرانسي د استخباراتي همکاريو په نيتجه کي شنډ سو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل