1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپایي ټولنه کې د مخ پر زیاتیدونکي نیشنلزم پر ضد خبرداری

سید ریاض/ دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۱۹, یکشنبه

د اروپایي ټولنې د شوری مشر، په دغه اتحادیه کې د آزاد تگ راتگ له سیاست څخه دفاع وکړه او په دغه لویه وچه کې یې د مخ پر زیاتیدونکي نیشنلزم پر وړاندې خبرداری ورکړ. هغه له غړو هیوادونو د ډیرو پنا غوښتونکو د منلو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1AEr7
انځور: Reuters

د اروپايي ټولنې د شوری مشر هېرمن فان رمپوي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۹مه) په برلین کې د اروپا تر نامه لاندې وینا کې د اروپایانو تر منځ د کډوالو د انديښنو په اړه خبرداری ورکړ او د دغه اتحادیې د آزادو پولو له سیاست څخه یې دفاع وکړه.

هغه په برلین کې وویل: «پوپولیزم [یا تش په نامه د خلکو د ملاتړ جذبول] او نیشنلزم [ملت پالنه] په اوسني وخت کې موجودو ننگونو ته ځواب نه شي ویلای.» هغه د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو څخه د آزاد تگ راتگ د پالیسې د منظمولو غوښتنه وکړه او دغه څه یې د «تمدن د نښانې» په توگه یاد کړل.

فان رمپوي په ۱۹۸۹م کال کې د برلین د دیوال د نړیدو د کلیزي په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په اوسني وخت کې دوه میلیونه کار ځایونه موجود دي چې ډک شوي نه دي خو په عین وخت کې د اروپایي ټولنې په ډیر شمیر هیوادونو کې د بې روزگارۍ کچه لوړه ده.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د اروپايي ټولنې یوازې ۳ سلنه غړي د دغه اتحادیې په یوه بل هیواد کې ژوند کوي، د هغه په آند دا په دغه اتحادیه کې د «ډیر کم تگ راتگ» ښکاروندي کوي.

فان رمپوي په دغه اتحادیه کې د لږکیو پر وړاندې د تعصب او منفي رویې پر وړاندې هم خواشیني څرگنده کړه. پر فرانسه او یو شمیر ختیځو اروپایي هیوادونو باندې له خپلو هیوادونو څخه د روما او سنتي لږکیو د ایستلو له امله نیوکه کیږي. په اغلب گمان دغه عمل د نیشنلستي گوندونو د مرستې له کبله ډیروالی موندلې دی.

فان رمپوي یادونه وکړه چې «د اروپایي ټولنې د نورو اتباعو پر وړاندې تعصب په یوه خطرناک ډول مخ پر زیاتیدو دی.»

د پنا غوښتنې په اړه انديښنې

فان رمپوي پر دې خبره اعتراف وکړ چې د کډوالۍ په اړه پيچلي موضوعات زیاتره وخت په رسنیو کې په سم ډول نه وړاندې کیږي او ویې ویل چې غیر قانوني کډوالي په ریښتیا یوه ستونزه ده. هغه د وړاندیز په توگه وویل چې په اروپایي ټولنه کې د پنا غوښتنې د سیاست په اړه اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کیږي.

د رمپوي د وینا له مخې هر کال په اروپایي ټولنه کې د پنا غوښتنې یوازې ۳۰۰ زره عریضې وړاندې کیږي چې له هغې څخه یو پر دریمه منل کیږي چې پر یو میلیون اوسیدونکو باندې ۲۰۰ پناه غوښتونکي راځي. د هغه په وینا درې پر څلورمه برخه د پنا غوښتنې عریضې یوازې پنځو هیوادونو آلمان، فرانسې، بریتانیې، سویډن او بلجیم ته وړاندې کیږي.