1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي اتحاديه کي د ترکيې غړيتوب ـ دروازه لا خلاصه ده

محمد قاسم نوري / کريسټوف هارټمان۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

د اروپايي ټولني کمیساري په کال کي یو وار دا امتحانوي چي ایا ترکیې اروپايي ټولنې ته د ورشاملېدو شرایط پوره کړي دي که څنگه. د پرمختگ د نوي راپور له مخي دغه شرایط تر یو کال تر مخه هم خراب دي.

https://p.dw.com/p/1DScJ
انځور: picture-alliance/dpa

دا چي ترکیه دي د اروپايي ټولني یو جزء وگرزي، بايد د دغې ټونلې د ارزښتونو نمایندگي وکړي او هغه بايد عملي کړي. خو ترکيه په تيرو وختو کي په دې ډګر کي په پرمختګ کي پاته راغلې ده. پدې ډول نو د انقرې د حکومت زړه نا زړه دریځ په بروکسل او غړو اروپايي هيوادونو کي د سردرگمۍ سبب گرځېدلی دی.

خو سربیره پر دې د اروپايي ټولني د پراختیا کمیسار شټیفان فیوله، گمان کوي چي د ترکیې سره د غړیتوب په هکله د خبرو لار اوس هم خلاصه ده. دا خبره فیوله د چارشنبه په ورځ (د اکتوبر په ۸مه) په بروکسل کي د خپل کلني راپور د معرفي کولو پر وخت وکړه.

د اروپایي اتحاديې د پراختيا دغه کميسار زياته کړه: « په دې برخه کي د کوردي اقلیت سره د پخلایني خبرو رول بازي کړی دی. یا هم د ویزې د اسانه کولو هغه تړون، د کوم پر اساس چي و اروپايي ټولني ته د ترکي اتباعو سفر اسانه کيږي. سربیره پردې د ترکي مقاماتو او خلگو هغه کوښښونه د ستایلو وړ دي، چي تر یوه ملیونه اضافه سوریايي مهاجرین یې منلي دي.»

ترکيه د اروپايي ټولنې لپاره مهم هيواد دی

خو په عین حال کي فيوله هم د وروستيو سیاسي پرمختگونو په اړه تشویش ښکاره کړ. هغه په اروپايي اتحاديه کي د ترکيې د غړيتوب د شرايطو د نورو فصلونو په خلاصولو سره په عین حال کي اروپايي ټولني ته د ترکيې د ورشاملیدو د خبرو د دوام زیگنال هم ورکړ.

نوموړي وويل: « ترکیه د اروپايي ټولني د پاره یو مهم ستراتیژیکي هيواد دی، نه یوازي د اقتصادي او تجارتي لحاظه بلکه د دغه هیواد د جغرافیايي موقعیت او مهاجرینو او امنیتي سیاست له کبله هم.»

خو د ایسته کیدونکي کمیسار فیوله پر دغو ستاینو سربیره ترکیه نه سي کولای اروپايي ټولني ته د ژر ورشاملیدو امیدواري وکړي. د اروپايي ټولني د اړونده کمیساري راتلونکي نوي رئیس ژان کلود یونکر، د خپل انتخاب پر وخت په دوبي کي لا ویلي ول چي اروپايي ټولنه به په راتلونکو پنځو کلونو کي نوی غړي ونه مني. خو بیا به هم د ترکیې سره د شاملیدو د۲۳ او ۲۴ فصلونو په باب خبري شروع سي چي پکښي د قضأ د استقلالیت او اساسي حقونو په باب بحثونه شامل دي.

د قضأ او بيان آزادي

د اروپايي اتحادیې د پراختيا د کمیسارۍ د نوي رپوټ پراساس، خاصتأ په همدغه برخه کي د لا ډیر کار ضرورت موجود دی: په تیرو میاشتو کي په ترکيه کي د پولیسو، څارنوالانو او قاضیانو برطرفه کېدل په اروپايي ټولنه کي تشویشونه رامنځته کړل.

شټېفان فيوله: ترکيه مهمه ده
شټېفان فيوله: ترکيه مهمه دهانځور: Reuters

په ترکیه کي د انټرنیټ پاڼو تحریمول هم په بروکسل کي د منلو وړ نه وه. د اروپا د پارلمان د خارجي چارو د کمیټې رئیس ایلمر بروک، آلمان ږغ ته د کال په سر کي لا ویلي ول چي د ترکیې رهبري باید د قضأ استقلالیت ومني، ځکه چي هغه د دیموکراسۍ یو مهم جزء دی.

بروک د ۲۰۱۳ م کال په دوبي کي لا د استانبول مظاهرو ته په کتلو سره د هغه وخت د صدراعظم او اوسني جمهوررئيس رجب طیب اردووان، پر سیاسي او رهبري طرز باندي شک ښکاره کړی ؤ. سربیره پردې د اروپايي ټولني کمیساري په دې نظر ده چي ترکیې ته د ورشاملیدلو امکانات د دې سره کومک کولای سي چي دغه هیواد په ډیرو برخو کي اصلاحات رامنځته کړي.

د مثال په ډول کیدلای سي، د قضأ د استقلالیت او مطبوعاتو د ازاۍ څخه په ښه ډول ساتنه وسي. فیوله وايي چي د ترکیې سره د سیاسي خبرو اترو گټه دا هم کیدلای سي چي د عراق او سوريې د «اسلامي دولت» افراطي ډلي پر ضد گډ کار نور هم عمیق سي.