1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروزګان ولايت کي باغداري پراختیا مومي

۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د اروزګان ولايت د کرهڼي او مالدارۍ د رياست چارواکي وايي چي، دوی د باغونو د احداث يا باغدارۍ د پراختيا په برخه کښي داسي پروژي ترلاس لاندي لري چي په راتلونکو کلونو کښي ددغه ولايت باغداري پر پښو ودروي.

https://p.dw.com/p/R9Nm
د ترينکوټ ښار يوازنی چوک
د ترينکوټ ښار يوازنی چوکانځور: Pahjwok Afghan News

د هغوی په خبره ددغه ولايت ګڼ شمېر وګړو ته چي په زراعت او مالدارۍ لګياه دي بي ساري خدمتونه وکړي.

همدارنګه د اروزګان ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رياست مسؤل وايي چي باغداري د هيواد او خلګو اقتصاد پياوړی کوي او ددې ترڅنګ د بوټو له محصول څخه يې د سونګ د موادو په برخه کښي،د دروازو ،کړکيو اونورو بيارغنيزو چارو کښي هم ګټه اخيستلاي سو.

دغه چارواکي وايي چي:« داچي جنګ جګړو،وچکالي اونور داډول ورځنيو ناخوالو زموږ باغدارۍ ته ډيره صدمه رسولې، موږ به هڅه وکړو ترڅو د خپل هيواد د پرمختګ او اقتصاد د ملاتير چي باغداري ده بيرته پر پښو ودروو.»

د اروزګان ولايت د کرهڼي اومالداري رياست د نړيوالو مرستندويه ټولنو په مرسته ددغه ولايت سل هاوو تنو باغ لرونکو ته زرهاوه غرسه مثمر او غيري مثمر نيالګي توزيع کړل.

باغ لرونکي هم ددوي له دغه مرستي څه ډيره خوښي څرګندوي د يوه تن باغدار په وينا چي وچکالي او جنګ جګړو وځپلو نودا زموږ له پاره ډيره لويه مرسته ده چه وکولاي سو د خپلو باغونو په بياجوړونه کښي خپل او د خپلو اولادونو اينده روښانه او خپل اقتصاد پياوړی کړو.

د يادوني وړده چي افغانستان اوس مهال د نړي د تارياکو د توليد د هيوادونو په قطارکښي راغلي دولت او نړيوالي ټولني هم ددغه بوټي د مينځه وړلو په برخه کښي کوټلي ګامونه پورته کړې.

ويل کيږي چه د باغ محصول اوګټه د تارياکوپه پرتله څو چنده لوړه او بهتره ده او له بلي خوا حلال او روا کښت هم بلل کيږي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل