په ارغنداب ولسوالۍ کې تفریحي پارک جوړیږي
۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبهد ښاروالۍ د مسؤلینو په وینا دا تفريحي پارک به هره ورځ يوازي د ښځو پر مخ پرانيستى وي او د امنيت تر څنګ ټولي لومړنۍ اسانتياوي ورته په پام کي نيول سوي دي. د ښاروالۍ چارواکي وايي، پر دغه پارک نزدې دوه سوه زره امريکايي ډالر لګښت راځي.
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمرى څرګند وايي چې دغه تفريحي مجهز پارک به په راتلونکو اوو مياشتو کې په اساسي ډول ورغول سي. د نوموړي په خبره د دغه تفريحي پارک په جوړېدو سره به نزدې سيمه هم اباده او د ډېرو کورنيو اقتصادي ژوند ښه سي.
څرګند زياتوي دوى هڅه کوي، چې دا ډول نوري رغنيزي پروژې هم د ښار ترڅنګ په ولسواليو کي عملي کړي، چې په دې سره به زياتو کسانو ته د کار زمينه هم چمتو سي:
«دا پارک يوازي د کندهارۍ مېرمنو له پاره جوړيږي، چې اوس يې کارونه راپيل سوي دي او په راتلونکو اوو مياشتو کي به يې چاري په اساسي ډول سرته ورسيږي. پردې پارک لګېدونکي پيسې د ښاروالۍ او يوې همکاري مؤسسې لخوا ورکول کېږي.»
د کندهار ښځې د دوی له پاره د يوه ځانګړي تفريحي پارک جوړول پر نيک فال نيسي. دوى وايي ترمخه په ټول کندهار کي داسې تفريحي پارک نه وو، چي هره ورځ دي يوازي هلته مېرمني ورسي.
د کورنيو مشران هم وايي، که دغه تفريحي پارک سم جوړ سي، نو دوى به زړه ښه کړي، چې د خپلې کورنۍ ښځينه غړي او کوچنيان د تفريح له پاره نوي تفريحي پارک ته ور ولي. کندهاريان له ښاروالۍ رياست او نورو اړوندو څانګو څخه غواړي، چې د جوړېدونکي تفريحي پارک په امنيت او پاک ساتلو کي فعاله ونډه واخلي.
د کندهار ښاروالۍ مسؤلين هم د ښاريانو خبره مني او وايي، دا پارک يې په همدې موخه جوړ کړى دى، چې د نارينه وو په شان د کندهار ښځمنې هم يو څو ګړۍ په خوښۍ تېرې کړي. دوى وايي د دغه تفريحي پارک د امنيت له پاره يې هم لارې چارې سنجولي دي او ډاډمن دي چې جوړېدونکى پارک به د کندهارۍ مېرمنو له پاره ډېر مناسب تفريحي ځاى وي.
د ښاروالۍ د رسنيو مسؤل زمرى څرګند وايي، په دې پارک کې يې ټولي لومړنۍ اسانتياوي هم په پام کي نيولي او غواړي، چي دا پارک په رښتيا هم د مېرمنو د تفريح له پاره يو ښه ځاى وګرځي.