1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارغنداب اولسوالۍ کي د يوې ښونځۍ لپاره نوې ودانۍ جوړه سوه

۱۳۸۷ تیر ۷, جمعه

پر دغه ښوونځۍ باندي چي شاوخوا 76 زره امريکايي ډالره لګښت راغلی د افغانستان د پوهني وزارت د پراختيايي بودجې څخه ورکړل سوي دي

https://p.dw.com/p/ES3p
د کندهار ولايت د ارغنداب اولسوالۍ د ناګهان په کلي کي زده کونکي د ښوونځۍ د پرانستلو په لومړۍ روځ
د کندهار ولايت د ارغنداب اولسوالۍ د ناګهان په کلي کي زده کونکي د ښوونځۍ د پرانستلو په لومړۍ روځانځور: DW

د کندهار ولايت د ارغنداب اولسوالۍ د ناګهان په کلي کي د يوې منځنۍ ښوونځۍ لپاره وداني جوړه او د زده کونکو پر مخ پرانيسته سوه.

پر دغه ښوونځۍ باندي چي شاوخوا 76 زره امريکايي ډالره لګښت راغلی د افغانستان د پوهني وزارت د پراختيايي بودجې څخه ورکړل سوي دي.

ښوونځی اته اداري ملحقات، پنځه تشنابونه لري چي، شاوخوا 850 تنه زده کونکي به پکښي سبق وايي.

دناګهان د يو تن اوسيدونکي چي دودانۍ په جوړيدوخوښي څرګندوى خوزياتوي چي دښووني اوروزني مسؤلين بايد زموږدماشومانوپه ښه روزنه كښي فعاله ونډه واخلي . ترڅوموماشومان دزده كړي په يوعالى كيفيت روزل سوي وي.

بل پلويوتن ځوان زده كونكی هم پدې نظردى چي دښووني اوروزني لوړپوړي چارواكي بايد دښونځيودودانيودرغوني اوجوړوني ترڅنګ دهيواد وتعليمي نصاب ته هم پام ورواړوي. اودده په اند چي د ډيرو پرمختللو هيوادونو پرمختګ اوپراختيا دهغوى د وخت اوزمان سره دتعليمي نصاب برابرول دي.

د ارغنداب اولسوالۍ د ناګهان په کلي کي په داسي حال کي د يوې ښونځۍ د ودانۍ پرانستنه کيږي چي يوه اونۍ د مخه په دغه کلي کي د د په سلهاو طالبانو د ځای پر ځای کېدو د شړلو لپاره د افغانستان ملي اردو او نړيوالو سوله ساتو ځواکونو لخوا پوځي عمليات پيل سول چي په ترځ کي يي د راپورونو په اساس چي د کندهار د والي اسدالله خالد له قوله يي راپور ورکړی و چي په لسهاو وسلوال طالبان يي وژلي دي.