په اردن کې ۱۱ تنه د یوه ترهگریز برید د پلانولو په تور نیول شوي
۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبهاعلان
د اردن په هیواد کې ۱۱ تنه په یوه مارکیټ کې د چاودنو د تر سره کولو او د لویدیځ هیوادونو د ديپلوماتانو د وژلو په تور نیول شوي دي. د اردن دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې له القاعدې سره تړاو درلودونکې یو ډلې پلان لاره چې په پلازمینه عمان کې له سوریې څخه د قاچاق شوو وسلو او چاودیدونکو توکو پر مټ بریدونه تر سره کړي. خو د اردن چارواکي بیا وایي چې دغه توطیه به له دمشق سره په اړیکو کوم تأثیر و نه لري. د رپوټونو په حواله له دغو شکمنو کسانو څخه د اردن څارنوالانو پلټنې پیل کړي دي.