1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارجنټاين کي عمومي اعتصاب تر سره سو

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16nF4

د ارجنټاين د کارگرو يو شمېر ټولنو نن عمومي اعتصاب وکړ او لاريونونه يې تر سره کړل. د دغو ټولنو په وينا دوی د دولت له خوا د ډيرو لوړو ماليو پر ضد اعتصاب کړی دی. د اعتصاب په ترڅ کي د هيواد په يو شمېر برخو کي ځايي ترانسپورت اغېزمن سوی دی او د مسافرو يو شمېر کورنۍ الوتني هم لغوه سوي دي. د هيواد په پلازمېنه بوينوس ايرس کي يو شمېر بانکونه او دولتي ادارې هم تړلي پاته وې. د ولسمشرې Cristina Fernández de Kirchner په دوره کي دا لومړی ځل دی چي عمومي اعتصاب کيږي. هغه له ۲۰۰۷ کال راهيسي د ارجنټاين ولسمشره ده. د کارگرو يوشمېر دولت پلوه ټولنو لکه د فلزي کسبونو او ښوونکو ټولنو په دغه ۲۴ساعته اعتصاب کي ونډه نه وه اخيستې.