په ارجنتاين کي د اوباما تانگو نڅا
۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعهد امريکا جمهور رئيس بارک اوباما په وارو وار داسي کارونه کړي دي چي تر اوسه پوري يوه جمهوررئيس نه دي کړي.
هغه کارونه چي په امريکايانو او د نورو هیوادونو په وگړو کي ئې د اوباما محبوبيت زيات کړی، له سندرو ويلو نيولې تر کمېډي او د هاليوود د وتلو هنرمندانو تر پېښو کولو پوري دي.
اوباما اوس د خپلو دغو کارونو په ليست کي د ارجنتاين تانگو نڅا هم ور زياته کړه.
د ارجنتاين په پلازمېنه بوينس آيرس کي د دغه هیواد په جمهوري رياست ماڼۍ کي د رسمي ماښامنۍ پرمهال بارک اوباما او مېرمن ئې د يوې ارجنتاينۍ جوړې د تانگو نڅا ننداره کوله چي نڅاگره راغله او اوباما ته ئې د نڅا بلنه ورکړه.
د امريکا جمهوررئيس په لومړي سر کي زړه نا زړه ښکارېدی خو تر څو ثانيو وروسته ئې له هغې سره د نڅا بلنه ومنله او له ځايه پورته سو.
اوباما د نڅا په پيل کي متاثر ښکارېدی او له حرکاتو څخه ئې داسي ښوول کېده چي د ارجنتاينۍ تانگو نڅا له قواعدو سره بلد نه دئ. خو نڅاگري اوباما د نڅا ميدان يوه او بل سره ته راهنمايي کاوه او څو دقيقې وروسته د اوباما د نڅا حرکتونه ښه په نظر رسېدل او د آهنگ له ريتم سره ئې حتی څرخ هم وواهه.
د امريکا د جمهوررئيس د تانگو نڅا ويديو او انځورونه په ټولنيزو رسنيو کي ډېر لاس پر لاس سول او ډېر وستايل سول.
د ټولنيزو رسنيو ځينو امريکايي کاروونکو ليکلي ول چي په اوباما پسې به ډېر خفه سي او دوی ډاډه دي چي په کلونو کلونو به بيا د امریکا يو داسي جالب او هوښيار جمهوررئيس په برخه نه سي.