1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آیرلند کي د سپما پر ضد احتجاجونه تر سره سوي

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16pWE

د آيرلېند په پلازمېنه دبلن کي شاوخوا لس زره کسانو د حکومت د سپما د پاليسۍ پر ضد په احتجاجونو کي برخه اخیستې ده. د کارگرو ډلو او احتجاج کوونکو د حکومت له خوا د نورو دریې نیم میليارده يورو د سپما د پلان څخه سر ټکاوه.

دا پداسي حال کي ده چي د آيرلېند حکومت غواړي چي تر 2015م مېلادي کاله پوري د سپما نوي پلانونه او د ماليو لوړول منظور کړي. نوموړی هيواد د بودجې کسر له ستونزو سره مخامخ دی. د راتلونکي مېلادي کال د بودجې مسوده به د دسامبر په پنځمه نېټه پارلمان ته وړاندې کړل سي. آيرلېند هيواد دوه کاله تر مخه په داسي سخت اقتصادي بحران کي راگير سوی وو چي د ډېوالي کېدو پولو ته رسېدلی وو. هغه وخت يو نړیوال اقتصادي مرستندويه پروگرام دغه هيواد د ډېوالي کېدو څخه ژغورلی وو.